د پاکستان د اسلامي ایډیالوژۍ شورا چې په اسلامي مسایلو کې حکومت او د دې هېواد پارلمان ته مشوره ورکوي، کولای شي په ملي او ایالتي سطحه د پارلمانونو د قوانینو تصویبول هم له ستونزو سره مخ کړي.
دغې شورا چې لس غړي لري په وروستیو کې په پاکستان کې د ښځو په ملاتړ له یوه نوی قانون سره مخالفت څرګند کړی او هغه یې له اسلامي شریعت سره په تضاد کې بللی دی.
د پاکستان د اسلامي ایډیالوژۍ لس کسیزې شورا د روان کال د اپریل د میاشتې په لومړیو کې د ښځو د ملاتړد نوې قانون په وړاندې مخالفت وښود، د هغه قانون چې د کورني تاوتریخوالي او جنسي زورونې او د روحي شکنجې د قربانیانو د خونديتوب مسله یقیني کوي او هم هغوی ته امتیازیات ورکوي.
د دغې تندلارې شورا ودانۍ په اسلام اباد کې د دې هېواد مرکزي پارلمان ته نږدې ده.
د جرمني د ډي. پي. اې خبري اژانس د سمیه راحیل قاضي چې د دغې شورا یواځینۍ ښځینه غړې ده، له قوله وایي، د ښځو په ملاتړ هغه قانون چې په وروستیو کې د پنجاب او د خیبر پښتونخوا ایالتي پارلمانونو تصویب کړی، له اسلامي احکامو سره په تضاد کې دی.
د دغه قانون له مخې که یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي ښکارکېږي، پولیس کولای شي د دغې ښځې کورته ننوځي او هغه نارینه چې له خشونته یې کاراخیستی، له کوره وباسي.
د دغه قانون په وړاندې په پاکستان کې تندلارو مذهبي ډلو هم مخالفتونه څرګند کړي او په مختلفو ښارونو کې یې خلک د اعتراضونو لپاره واټونوته را ایستلي دي.
د پاکستان د اسلامي ایدیالوژۍ د شورا رئیس محمد خان شیراني ویلي، د ښځو حقونه په اسلامي شریعت کې خوندي دي او د قانون تعدیل ته اړتیا نشته.
هغه د شورا د نورو غړو په ملاتړدغه قانون په بشپړه توګه ردکړ.
د پاکستان د جماعت اسلامي مذهبي ډلې چې د ښځو د ملاتړقانون په وړاندې اعتراضونو کې یې ګډون کړی و، دغه قانون یې په پاکستان کې د لوېدیځ د قوانیونو د عملي کولو لپاره یوه هڅه بللې ده.
د دغې شورا مشرښاغلی شیراني هم د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د ګوند استازیتوب کوي.
د راپورونو له مخې د پاکستان د اسلامي ایدیالوژۍ په شورا کې د هغه حضور هم ښایي له دې سره تړلی وي چې ګونديې د پاکستان د صدراعظم د سیاسي نواز مسلم لیک ګوند ملاتړکړی دی.
که څه هم د پاکستان د اسلامي ایډیالوژۍ شورا د قوانینو د لغو کولو صلاحیت نه لري خو د تصویب لپاره یې ستونزې را ولاړولی شي.