د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

"پاکستان باید پېښور او کوټه کې د طالبانو په وړاندې اقدام وکړي"


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، پاکستان که د وسله والو طالبانو په وړاندې پوځي اقدام نشي کولای، په پېښور او کوټه کې باید د هغوی د رهبري شورا په وړاندې اقدام وکړي.

د افغان ولسمشر د وروستیو څرګندونو په عکس العمل کې چې ویلي يې دي نور له پاکستانه تمه نه کوي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضرکړي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په وړاندې د پوځي اقدام په اړه باید له سلا مشورو وروسته د څلور اړخیزې کمېټې په چوکاټ کې چې د همدې منظور لپاره جوړه شوې، اقدام وشي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، پاکستان که نه شي کولای د هغو طالبانو په وړاندې چې خبروته نه حاضریږي پوځي اقدام وکړي دا هېواد کولای شي چې د هغوی د پېښور او کوټې د رهبرۍ شوراګانې افغانستان ته تسلیم کړي.

پاکستان باید پېښوراو کوټه کې د هغوی د رهبري شورا په وړاندې باید اقدام وکړي.
پاکستان باید پېښوراو کوټه کې د هغوی د رهبري شورا په وړاندې باید اقدام وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا څرګندونې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز د وروستیو څرګندونو په عکس العمل کې چی ویلي یې دي، دا یوازې د پاکستان مسؤلیت نه دی چې یواړخیز اقدام وکړي بلکې د څلور اړخیزې کمېټې غړي باید په دې اړه پریکړه وکړي، نن ازادي راډیو ته وکړې.

هغه زیاته کړه:

"د ولسمشر په وینا کې په څرګنده وویل شول چې طالبان په پېښوراو کوټه کې د فترونه لري او که پاکستان نشي کولای په خپله خاوره کې د هغوی په وړاندې اقدام وکړي، هغوی دې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي او هم د حقاني شبکې غړي، ترڅو د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه د هغوی په اړه فیصله وکړي."

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پرونیو تندو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي نور له پاکستانه د دې تمه نه کوي چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضرکړي ځکه اسلام اباد په خپلو مخکینو ژمنو عمل نه دی کړی، د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا یوازې د پاکستان مسؤلیت نه دی، دا هېواد له خپله وسه ډېره هڅه کوي چې پرطالبانو فشارراوړي چې د سولې خبرو ته یې کښینوي خو که د هغوی په وړاندې له پاکستانه د پوځي اقدام غوښتنه کېږي، په دې اړه باید له سلااو مشورې وروسته د څلوراړخیزې کمېټې په چوکاټ کې چې پاکستان یې یوغړی دی، ګډ اقدام وشي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

هغه زیاته کړه:

"موږ باید لومړی هغوی د خبرو مېز ته کېنو او ټولو ته د خبرو چانس ورکړو، وروسته د هغوی په وړاندې چې خبرې نه کوي اقدام کولای شو

د هغوی په وړاندې که هراقدام کېږي، باید په څلوراړخیزه کمېټه کې له سلامشورو وروسته پرېکړه وشي، دا یوازې د پاکستان مسؤلیت نه دی بلکې څلوراړخیزه کمېټه چې د همدې هدف لپاره جوړه شوې، هره فیصله چې کوي باید په ګډه یې وکړي اوهغه په ګډه هم عملي شي."

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار دغه راز وویل چې پاکستان له خپلې وسې ډېره هڅه کوي او تر اوسه هیله من دی چې په راتلونکو څو اونیو کې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي خو د افغان ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلي مرتضوي د سرتاج عزیز پر دغو څرګندونو شک څرګند کړ او ویي ویل، دا د هغه شخصي نظردی او طالبانو عملاً پسرلني عملیات پیل کړي دي.

مرتضوي وویل چې دا د عزیز شخصي نظردی او طالبانو عملاً پسرلني عملیات پیل کړي دي
مرتضوي وویل چې دا د عزیز شخصي نظردی او طالبانو عملاً پسرلني عملیات پیل کړي دي

هغه زیاته کړه:

"موږ عملاً له طالبانو سره په څو جبهو کې ښکېل یو او هغه څه چې سرتاج عزیز وایي، هغه یې خپل شخصي نظردی، د افغانستان حکومت به یې په اړه وروسته رسمي دریځ څرګند کړي."

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې نن ډیلي د اسیا د زړه د کنفرانس د غونډې کوربه دی، هغه کنفرانس چې یو غړی یې هم پاکستان دی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار وویل، په دې کنفرانس کې به هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پرلارو چارو خبرې وشي چې نتیجه به یې د ده په وینا د سولي د څلور اړخیزې کمېټې لپاره ګټوره وي.

XS
SM
MD
LG