وسله والو د خيبر پښتونخوا په بونير سيمه کې د دې صوبې د صوبايي اسمبلۍ غړى او په اقليتي چارو کې د خيبرپښتونخوا د وزير اعلى ځانګړى سلاکار ډاکټر سردار سورن سېنګ په ډزو وژلى دى.
د خيبر پښتونخوا صوبې امنيتي چارواکي وايي چې دا پېښه د جمعې په ورځ ناوخته ددې صوبې په شمال ختيځ بونير په پير بابا کې هغه وخت رامنځته شوې چې سردار سورن سېنګ تر يوې غونډې وروسته کور ته روان و چې په کمين کې ناستو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.
د بونير يوه ځايي امنيتي چارواکي خالد همداني فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي چې د خيبر پښتونخوا د وزير اعلى پر سلاکار دا بريد په موټر سايکل ناستو وسله والو کړى چې په نتيجه کې يې نوموړي هسپتال ته تر رسېدو مخکې ساه ورکړې او بريدګر تر بريد وروستهله سيمې تښتېدلي دي.
د نوموړي په خبره، پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته د بونير داخلي او خارجي لارې تړلي او د پېښې د عاملينو د نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.
سردار سورن سېنګ د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړى او همداراز په اقليتي چارو کې ددې صوبې د وزير اعلى پرويز خټک ځانګړى سلاکار هم و.
نوموړى په ٢٠١١م کال کې په پاکستان تحريک انصاف ګوند کې تر شاملېدو مخکې نږدې نهه کاله د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند غړى هم پاتې شوى و.
دا په تېرو درېو کلونو کې د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلې کې د واکمن تحريک انصاف ګوند څلورم غړى دى چې د وسله والو له خوا وژل کېږي.
له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، په بونير کې د وزير اعلى د ځانګړي سلاکار د وژنې مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلى دى.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلى، ګورنر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د سردار سورن سېنګ وژنه غندلې، د پښتونخوا، بونېر او همداراز د ديموکراسۍ د ودې لپاره يې د هغه کوښښونه ستايلي او اړوندو ادارو ته يې امر کړى چې د نوموړي قاتلين ژر تر ژره ونيسي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د سياسي ګوندونو د غړيو هدفي وژنه يو ځل بيا زياته شوې چې پرضد يې عوامي نېشنل ګوند څو ورځې مخکې په پېښور کې يوه مظاهره هم وکړه او له حکومته يې د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.
راپور: ذبیح مومند