نامعلومو وسله والو د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ په دوو بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين پر امنيت په ګمارلو پوليسو بريد ونه کړي او لږ تر لږه ٧ پوليس يې په کې وژلي دي.
په کراچۍ کې د پوليو واکسين د کمپاين پر امنيت پر ګمارلو پوليسو په داسې وخت کې بريدونه شوي، چې ددې ښار په بېلابېلو سيمو کې د روانې مياشت له ١٨ مې نېټې راهيسې د پوليو ضد واکسين څو ورځنى کمپاين پيل شوى، چې لا هم روان دى.
د کراچۍ ښار امنتي چارواکي وايي، چې نامعلومو وسله والو د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته ددې ښار د اورنګي ټاون په سيمه کې پر پوليسو دوه بريدونه کړي چې لږ تر لږه ٧ پوليسان په کې وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، وسله والو لومړى د کراچۍ د اورنګي ټاون په ډسکو موړ کې پر پوليسو ډزې وکړې او ٣ پوليس يې په کې ووژل او تر دې وروسته يې د همدې سيمې په بنګلا بازار کې د پوليسو پر يوه ولاړ موټر بريد وکړ، چې څلور پوليس په کې ووژل شول.
د ياد ښار د پوليسو يو مشر فيروز شاه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چې وسله وال په څلورو موټر سايکلونو سپاره وو چې پر پوليسو تر ناتاره ډزو کولو وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي:
"په څلورو موټرسايکلونو ٨ ترهګر ناست وو چې د پوليو کمپاين د رضاکارو پر لور روان وو، خو د پوليسو تر مخنيوي وروسته يې پر هغوى ډزې وکړې چې په لومړي بريد کې يې ٣ پوليس او بيا وروسته يې لږ مخکې په بنګلا بازار کې د پوليسو پر ولاړ موټر چې څلور پوليس کې ناست وو هم بريد وکړ، نو د وسله والو ترهګرو په دغو ٢ بريدونو کې ٧ پوليس وژل شوي دي."
فيروز شاه زياته کړه چې د وسله والو په بريد کې د پوليو واکسين رضاکارو ته زيان نه دى اوښتى او په خبره يې، چې په سيمه کې به د واکسين سلسله روانه وي.
هغه همداشان وويل، پوليس او نور امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې تحقيقات و د وسله والو د لټون لپاره يې عمليات پيل هم کړي دي.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار دى، چې په دې وروستيو کې په کې پوليسو او رينجرز ځواکونو د ترهګرو ، هدفي وژونکيو او په نورو جرمونو کې ککړو خلکو پر ضد عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.
که څه هم په دغه ښار کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي، خو پر دې سربېره په کې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د بريدونو سلسله هم روانه ده چې تر دې دمه په کې ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادونې وړ ده، چې د سند صوبې حکومتي مشرانو او همداراز د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په کراچۍ کې پر پوليسو دغه بريد غندلى او له اړوندو ادارو يې د چټکو تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
راپور: ذبیح مومند