د عفوې نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې د اعدامونو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
دې سازمان په ځانګړي ډول ایران، سعودي عربستان او پاکستان ته په اشاره ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اعدامونو تائید شوی شمېر په تېرو دوو لسیزو کې ساری نه لري.
د عفوې د نړیوال سازمان په رپوټ کې چې نن چهارشنبې خپور شوی، راغلي چې تېر کال په ټوله نړۍ کې لږترلږه ۱۶۳۴ اعدامونه شوي چې د وړم کال په پرتله، په اعدامونو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
دا سازمان وايي چې لږترلږه ۸۹ سلنه اعدامونه په ایران، سعودي عربستان او پاکستان کې شوي دي.
د عفوې د نړیوال سازمان مشر سلیل شیټي ویلي چې په نړۍ کې د اعدامونو د شمېر لوړېدل ځورونکي مسئله ده او مخنیوی یې باید وشي.
سلیل شیټي زیاته کړه:
"ایران، سعودي عربستان او پاکستان په زیاتو مواردو کې له شفاف او منصفانه قضاوته پرته او په بې ساري ډول زیات خلک اعدام کړي دي، دا قتلونه باید بند شي، په تېرو لږترلږه ۲۵ کلونو کې دولتونو دومره خلک نه دي اعدام کړي، دا ناسم باور چې اعدام به موږ ته په ټولنه کې زیات امنیت راکړي، باید له منځه ولاړشي."
د عفوې د نړیوال سازمان رپوټ زیاتوي چې په نړۍ کې د اعدامونو حقیقي شمېر ښايي تر هغه لوړ وي چې ددوی په رپوټ کې يې یادونه شوې ځکه یو شمېر حکومتونه په پټه اعدامونه کوي.
د بېلګې په ډول، د عفوې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د چین یادونه نه ده کړې چین د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات مجرمین اعداموي خو په دې اړه ارقام دولتي راز ګڼي او له خپرولو یې ډډه کوي.
د عفوې په نړیوال سازمان کې د اعدامونو څارونکی الوواتوسین پوپولا وايي چې د اعدامونو د شمېر د لوړېدو دقیق عوامل نه دي څرګند.
الوواتوسین پوپولا زیاته کړه:
"په یو شمېر هېوادونو کې لا هم مجرمین په پټه اعدامېږي خود بشري حقونو څارونکي اوس دا امکان لري چې په داسې هېوادونو لکه ایران کې ارقام ترلاسه کړي."
د عفوې نړیوال سازمان وايي، د اعدامونو د شمېر له زیاتوالي سرهځیني پرمختګونه هم شوي او ځیني دولتونو د اعدام سزا د له منځه وړلو لپاره ځيني مثبت ګامونه پورته کړي دي.
څېړونکي الوواتوسین پوپولا ازادي راډیو ته وویل چې تېرکال په کانګو، فیجي او مدګاسکر کې د مجرمینو پر اعدام بندیز ولګېد.
الوواتوسین پوپولا:
"تېر کال په ټوله نړۍ کې د اعدامونو شمېر لوړ وو چې په تېرو ۲۵ کلونو کې یې سار نه دی لیدل شوی، دا ځکه چې په ایران ، سعودي او پاکستان کې ډېر خلک اعدام شوي دي، تېر کال د وړم په پرتله پینځوس فیصده زیات خلک عدام شوي دي خو په فیجي ، مدګاسکر او کانګو کې پرمختګ شوی دی."
د عفوې نړیوال سازمان وايي، تېرکال په اروپا او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې هیڅ مجرم نه دی اعدام شوی.
بېلاروس د سیمې یوازینی هېواد دی چې لا هم د اعدام سزا عملي کولای شي خو تېر کال حتی په بیلاروس کې هم څوک نه دي اعدام شوی.