د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹

نړېوالو ورځپاڼو په کابل کې د وروستي اعدامونو په اړه تبصرې کړي


نړېوالو ورځپاڼو په کابل کې د پغمان د پېښې د پنځو عاملینو د اعدام په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د هغو پنځو تنو په اړه تبصره کړې چې په پغمان ولسوالي کې د جنسي تېري او وسله والې غلا په تور اعدام شول.

په دې ليکنه کې ويل شوي، دا پنځه تنه د ملګروملتو د بشري حقونو د چارواکو له سختو اعتراضونو او له ولسمشر اشرف غني څخه د هغو د اعدام د ځنډولو له غوښتنو سره سره اعدام شول.
د ملګروملتو د بشري حقونو کميشنر له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي وو؛ چې د دغو کسانو اعدام د دې لپاره وځنډوي چې؛ د هغوی د محاکمې د عادلانه توب په اړه شکونه او اندېښنې شته.
نيويارک ټايمز زياتوي، د دغو کسانو محاکمې چې د سپټمبر د مياشتې په لومړيو کې پای ته ورسېده؛ يوازې څو ساعته دوام وکړ او د بشري حقونو ډلو ويلي؛ چې دوی د وهلو- ټکولو په نتيجه کې اعتراف کړی دی.
د نيويارک ټايمز له ليکنې سره سم، ولسمشر احمدزي ته د دغو کسانو د اعدام حکم له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه په ميراث ورته پاتې شو. کرزي د سپټمبر په اووه ويشتمه د اعدام د سزا حکم لاسليک کړي و.
نيويارک ټايمز وايي، چې ښاغلي غني په ظاهره د کورنيو فشارونو له کبله دې قضيې ته غاړه کېښوده. د ورځپاڼې پر اساس دې مسالې په افغانستان کې د ډېرو خلکو غوسه پارولې وه.
فارن پاليسي:

په همدې موضوع يوه بله ليکنه په فارن پاليسي خپرونه کې چاپ شوې ده.
په دې ليکنه کې ويل شوي، په هغه هيواد کې چې ښځې په تاريخي ډول له بد چلن او تشدد سره مخامخ دي، د چهارشنبې د ورځې اعدامونه يو ډول خيالي عدالت و.
د فارن پاليسي د مقالې ليکوال وايي؛ حامد کرزي د خپل واک په وروستۍ ورځ په داسې حال کې د دغو پنځو تنو د اعدام حکم لاسليک کړ چې؛ د هغوی محاکمه لا بشپړه شوې نه وه.
نشريه زياتوي، سره له دې چې د طالبانو تر وخت په افغانستان کې د ښځو وضعيت خورا ښه شوي؛ خو له طالبانو سره د پخلاينې لپاره د پخواني ولسمشر د حکومت هلوځلو د ښځو د ملاتړ کوونکو په منځ کې اندېښنې زېږولي او دا وېره يې ورته پيدا کړې وه چې؛ هسي نه ترلاسه شوي پرمختګونه بېرته له لاسه ووځي.
ګارډين:

ګارډين ورځپاڼې، چې په بريتانيا کې چاپېږي، د يوه افغان پناه غوښتونکي د شکنجه کېدو په اړه ليکنه خپره کړې ده.
ګارډين وايي، د اسټراليا د مهاجرت وزارت اعلان کړي چې؛ د طالبانو له لوري د زين الله ناصري د شکنجه کېدو پر راپورونو غور کوي.
د ګارډين ورځپاڼې د راپور پر اساس افغان پناه غوښتونکي ناصري د اګست په ۲۶ مه له اسټراليا وايستل شو او ويل کېږي چې، افغانستان ته تر ستنېدو وروسته طالبانو نيولي او شکنجه کړي دي.
د دې مقالې په دوام کې راغلي چې؛ ناصري د کابل او د غزني د جاغوري ترمنځ په لاره کې د طالبانو له لوري ونيول شو.
ګارډين د اسټراليا د مهاجرت د شورا د رييس فول ګلنديننګ په قول ليکلي چې؛ له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره پر هغې سياسي خلا سربېره چې له انتخاباتو وروسته رامنځته شوه؛ هزاره ګان د افغانستان په زياتو سيمو کې نامصون شوي دي.

XS
SM
MD
LG