د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹

م.م په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو د ځنډېدو په هڅه کې


د کډوالو په چاروکې د ملګروملتونو عالي کمشنر وايي، هڅه کوي چې په ایران کې د افغان بندیانو اعدامونه وځنډیږي.

انتونیوګوترز د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ملګري ملتونه د اعدام سزا د بندیدو غوښتنه لري او هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره ډېرکار وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بیا د ملګروملتونو دا دریځ ستایي خو ټینګارکوي چې له بیا راستنیدونکو سره باید خپلې مرستې زیاتې کړي.

په ایران کې د یو شمېر بندي افغان کډوالو د اعدام مساله ملګري ملتونه د اندیښنې وړ بولي او وايي چې د دې کارد بندولو لپاره هڅې کوي.

د کډوالوپه چاروکې د دغه سازمان عالي کمشنرانتونیو ګوترز وايي، ملګري ملتونه د اعدام سزا پرضد دي او هڅه یې ده چې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام سزا لږترلږه وځنډوي.

ښاغلي ګوترزد چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د اعدامونو د بندولو د هڅې ترڅنګ په دې لټه کې دی چې له افغان کډوالو او بیا راستنیدونکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي:

((د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د اجرایه کمېټې لویه غونډه به له افغانستان سره د مرستو د ټولیدو په سر متمرکزه وي.

یوه بله مساله د مرګ د سزا دوام دی چې اوس هم په ځینو هېوادونو کې اجرا کیږي.

ملګري ملتونه د دې سزا پرضد دی او هڅه کوي چې دا سزا له منځه یوسي یا یې لږترلږه وځنډوي.))

د ملګروملتونو د کډوالو په چارو کې کمېشنرښاغلی ګوترزچې په یوه دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی و د افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو د هواري لپاره یې د افغان حکومت هڅې وستایلې.

ښاغلي ګوترز وویل، هڅه یې دا ده چې له افغان بې ځایه شویو کورنیو سره هم خپلې مرستې زیاتې کړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې له افغان کډوالو سره د مرستو ژمنه کوي چې لاهم زیات افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران کې د زده کړو، اوسیدلو او نورو ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

اخوا د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ملګروملتونو وروستی دریځ ستايي او غوښتنه لري چې له افغانانو سره دې خپلې مرستې زیاتې کړي.
د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرائت ازادۍ راډیوته وویل، افغانستان ته د ملګروملتونو د دغه کمشنرسفردا ښيي چې ملګروملتونو یوځل بیا خپل پام افغان کډوالو ته اړولی دی:

((دا ځل کوم سفرچې درلود دا ښکاره کوي چې خپل پام یې افغان کډوالو ته اړولی دی.

د روانې میاشتې په نولسمه به په تهران کې د افغانستان پاکستان، ایران او ملګروملتونو یوه غونډه وي چې په کې به افغان حکومت هڅه وکړي څو هرې یوې بیا راستنیدونکې افغان کورنۍ ته څه باندې درې زره ډالره مرسته تر لاسه کړي.))

ښاغلی جرائت وايي، هڅه به وشي چې هېواد ته د افغان کډوالو د بیا راستنیدو په خاطرتشویقي پروګرامونه زیات کړي.

کارپوهان بیا ټینګار کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې دې د افغان کډوالو لپاره شرایط ښه شي او یا له بهرنیو مرستونه په دننه هېواد کې راستنیدونکو افغانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG