د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ترکیې یونان ته د لسګونو افغان پناه غوښتونکو د تګ مخه نیولې


لسګونه افغان پناه غوښتونکي په ترکیه کې ایسار دي او اجازه نه ورکول کېږي چې د اوبو له لارې یونان ته واوړي.

د ترکیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ هغه کښتۍ چې د ۶۰ په شاوخوا کې افغانانو په کې د یونان خاورې ته د اوښتولو هڅه کوله، راوګرځوله او په کې سپاره کسان یې ښکته کړل.

له مقدونیې، سربیا او یونان وروسته اوس ترکیه هم اجازه نه ورکوي چې افغان کډوال اروپا ته دننه شي.

دا مهال د ۶۰ په شاوخوا کې افغانان په ترکیه کې بې برخلیکه پاتې دي.

د یکشنبې په ورځ د ترکیې سمندري ځواکونو هغه کښتۍ چې دوی په کې یونان ته روان وو ودروله او دوی یې ترې ښکته کړل.

د ترکیې د سمندري ځواکونو یو قوماندان مراد یلمیز ارسلان وايي، که چېرې ترکي ځواکونو د دوی کښتۍ نه وای درولې ښايي یو بل ناورین رامنځته شوی وی.

ښاغلی یلمیز وايي:

"په کښتۍ کې ۶۳ تنه سپاره وو، په داسې حال کې چې دا کښتۍ کولای شي یوازې تر ۴۰ کسانو پورې انتقال کړي، خو دوی په کې ډېر زیات کسان سپاره کړي وو، که چېرې موږ دا کښتۍ نه وای درولې، ښايي د یو بل ناورین سره مخ شوي وای."

که څه هم ترکي چارواکي وايي چې د پناه غوښتونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې د دوی کښتۍ ستنه او سپرلۍ یې ترې په وچه ښکته کړي، خو په استانبول او د ترکیې په نورو ښارونو کې وضعیت بل څه وايي.

یاد هېواد کې لسګونه افغان کډوال چې په ډېره سختۍ یې ځانونه تر ترکیې رسولي په دې تمه دي چې له دې هېواد څخه یونان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي، څو له هغه ځایه نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

له ترکیې څخه یونان ته په اوښتو هم د هغوی لپاره وضعیت چندان ښه نه ښکاري.

مقدونیه او سربیا چې له یونان څخه نورو اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تلو دروازه بلل کېږي افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې ورشي او خپلې پولې یې پرې تړلې دي.

ارمان یو افغان کډوال دی چې غواړي اروپا ته ولاړ شي خو په ترکیه کې ایسار دی.

نوموړی د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، له افغانستان څخه د نا امنۍ په خاطر وتلی دی.

هغه زیاتوي:

"د دې لپاره دلته راغلی یم چې زموږ هېواد له زیاتو ستونزو سره مخ دی، لویه ستونزه په ټول هېواد کې روانه جګړه ده، نو ځکه دلته راغلم او غواړم اروپا ته ولاړ شم ځکه افغانستان امن نه دی."

ارمان د هغو ۶۰ کډوالو څخه دی چې اجازه ورنه کړل شوه د کښتۍ په وسیله له ترکیې څخه یونان ته واوړي.

له دې ډلې څخه د اصف په نوم یو بل افغان هم له جنګ شکایت کوي.

نوموړی وايي، که هېواد یې امن وی هېڅکله یې دا سخته لاره نه انتخابوله:

"په افغانستان کې ډېر بد وضعیت لرو، د داعش او طالبانو په څېر وسله والې ډلې هلته موجودې دي چې د خلکو سرونه پرې کوي، موږ ځکه غواړو اروپا ته ولاړ شو، وضعیت هلته ډېر بد دی، که چېرې وضعیت ښه وای هېڅکله مو دا ستونزمنه لاره نه انتخابوله."

د شرقي اروپا پر هېوادونو سربېره، ترکیه هم د اروپايي ټولنې تر فشار لاندې ده څو اروپا ته د غیر قانوني افغان، عراقي او سوري کډوالو مخه ونیسي.

د ترکیې سمندري ځواکونه وايي، د ترکیې او اروپا تر منځ اوبو کې یې په ۲۸۱ بېلابېلو پېښو کې تر ۱۳ زره او سلو څخه زیات کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

په دې ورستیو کې ډېرو اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو په وړاندې محدودیتونه زیات کړي.

دوی وايي، افغانستان د سوریې او عراق په مقایسه خوندي دی.

له بله پلوه د تېر کال په مقایسه سږ کال د اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت هم کم شوی دی.

ویل کېږي، دا مهال په جرمني کې سلګونه غیر قانوني افغان کډوال په تمه دي چې په داوطلبانه ډول بېرته افغانستان ته واستول شي.

خو د ارمان او اصف په څېر ځوانان هم شته چې بیا هم د یو بهتره او خوندي ژوند په هیله د مرګ او ژوند تر منځ په سختو او باریکو لارو غواړي اروپا ته ولاړ شي.

دا چې له څه برخلیک سره به مخ شي، څوک نه پوهېږي.

XS
SM
MD
LG