د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

فایننشیل ټایمز: افراطي مسلمانان اسیايي دولتونو ته ګواښېږي


فایننشیل ټایمز ورځپاڼې تردې عنوان لاندې چې افراطي مسلمانان اسیايي دولتونو ته ګواښیږي د ویکتور والیت په قلم یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال تردغه عنوان لاندې لیکي چې په ختیځ کې د مسلمانو افراطیانو د زور زیاتي خطر مه هیروئ.

ورځپاڼې د پنټاکوټ په هوايي اډه کې د هندي سرتېرو یو عکس هم خپور کړی چې د اسلامپالو وسله والو وروستي برید په کې یوولس کسه ووژل.

فایننشیل ټایمز لیکي چې له جګړې وروسته لومړنۍ دولت چې ځان یې اسلامي اعلان کړ په عربي نړۍ کې نه بلکه په پاکستان کې تاسیس شو، ورپسې په افریقا کې موریتانیا ځان اسلامي اعلان کړ او بیا ایران او ورپسې یې ګاوڼدي افغانستان.

ورځپاڼه زیاتوي:

په داسې حال کې چې نړېوال په منځني ختیځ کې د مسلمانو افراطیانو د زور زیاتي خورېدو ته اندیښمن دي چې تر ټولو نوې بڼه یې اسلامي دولت یا داعش ده، د اسیا په مسلمانانو کې د تعصب خوریدلو او د زور زیاتي خطر هم باید هم له پامه ونه غورځول شي. ولې چې د نړۍ اکثره مسلمانان په اسیا کې اوسي.

ورځپاڼه لیکي چې اسلامي دولت یا داعش ډله لکه څنګه چې اروپا او منځني ختیځ کې مشهوره شوې، همداسې د اسیا په ځوانو افراطي اسلامپالو کې هم شهرت لري.

فایننشیل ټایمز زیاتوي:

ګڼ لویدیځوال د دې لپاره چې خپل سرتیري یې په افغانستان کې روانې کورنۍ جګړې کې جنګیدلي او مړه شوي دي د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ د روان جنګ له وحشته خبر دي. خو د دغو لویدیځوالو څخه به د څومره کسانو په یاد وي چې بنګله دیش کې مسلمانو افراطیانو په تیرو څو میاشتو کې ازاد لیکوالان له منځه وړي او په پولیسو، بهرنیانو، شیعه ګانو، هندوانو او مسیحیانو باندې یې بریدونه کړي دي ؟

او د څومره کسانو به په یاد وي چې په دې وروستیو کې له مالدیفه لسګونه کسان د داعش ترڅنګ جنګ لپاره سوریې ته تللي دي؟

او یا دا چي پاکستاني وسله والې افراطي ډلې دننه په هېواد کې خپل مخالفین وژني او په ګاوڼدې هېواد هند کې هم پرله پسې خونړي بریدونه کوي ؟

فایننشیل ټایمز لیکي:

کله چې محمدعلي جناح به ۱۹۴۷ کال کې پاکستان له هنده بېل کړ هدف یې په هند کې د مسلمان اقلیت ساتل وو او د داسې یوه حکومت پیشبیني یی کړې وه چې په هغه کې مسیحیان، هندوان او نور په ازاده توګه خپل عبادت وکولای شي. خو داسې څه ونه لیدل شول، پاکستان په داسې یوه هېواد تبدیل شو چې د مذهبي اکثریت فرضي اراده په کې په زوره تحمیلیږي.

پاکستان د لیکوال په نظر چې کله اسلامي جمهوریت شو په خپل دغه نوم او تعریف یې د غیرمسلمانانو په وړاندې تبعیض وکړ.

د لیکوال په نظر غیرمسلمانو ته نه یواځې په دیني مدرسو بلکه د پاکستان په دولتي ښوونځیو او درسي کتابونو کې هم بد رد ویل کیږي.

XS
SM
MD
LG