د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روسیې له ولسمشر پوتین سره په مسکو کې له لیدو وروسته د سوریې او اوکرایین د شخړو د هوارۍ په برخه کې د ژمنې له کبله مننه وکړه.
دوی د سوریې او اوکرایین د شخړو او د داعش په وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري مسکو ته د خپل سفر پر مهال وویل، کله چې د اوږدو تاریخونو لرونکي ستر قوتونه د ګډو انګېزو د موندلو لپاره په ګډه کار کوي، ټوله نړۍ ګټه ورڅخه پورته کولای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال مسکو ته سفر کړی چې د امریکا او روسیې اړیکې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلي دي.
جان کري د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې دغه مذاکرات د ډیپلوماتیکې لارې د سوریې د کړکېچ د هوارۍ لپاره یو مهم پیل وباله.
جان کري د روسیې ولسمشر ته وویل چې امریکا د دغو ستونزو د هوارۍ په برخه کې د روسیې د ژمنو ستاینه کوي.
کري زیاته کړه:
"ستاسو څخه مننه کوم چې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف په مشرۍ مو خپل ټیم زموږ د هڅو په اختیار کې راکړ. دا یوه ګټوره او د همغږۍ هڅه بلل کېږي او د هغو لاسته راوړنو په اړه چې تر اوسه مو لرلي دي، د پام وړ رول لري."
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې هېواد یې هڅه کوي په ګډه د جدي ستونزو د هوارۍ لپاره حل لاره پیدا کړي.
ښاغلي پوتین وویل:
"زه پوهېږم چې په پاریس کې زما او ولسمشر اوباما تر لیدو وروسته امریکایانو د ډېرو نړیوالو بحرانونو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل، د سوریې د بحران په ګډون. نن تاسو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر لاوروف سره مهمې خبرې درلودې. هغه د ټولو موضوعاتو او وړاندیزونو جزییات چې ستاسو په نظر باید لا ډېر بحث ورباندې وشي، ماته راورسول."
له ولسمشر پوتین سره تر لیدو دمخه جان کري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې مسکو او واشنګټن په دې باور دی چې د داعش ډله چې د سوریې او عراق ځینې برخې په خپل کنټرول کې لري، د ټولو لپاره او د هر هېواد لپاره ګواښ دی. دوی دا یوه تر ټولو ناوړه ترورېستي ډله بولي چې د کري په خبره پر کلتور او تاریخ بریدونه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې مسکو ته د کري سفر به ګټور تمام شي. هغه ټینګار کوي چې د اسلامي دولت ډله یوازې په سوریې او عراق کې نه بلکه په افغانستان، لیبیا او یمن کې هم فعالیت لري.
روسیه او امریکا د داعش په وړاندې مبارزه کې ګډ هدف لري، خو دریځونه یې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د برخلیک په اړه له یو بل سره توپیر لري.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکرایین د وضعیت په اړه له روسي مشرانو سره خبرې وکړې او په دغه هېواد کې یې د سولې د ټینګښت په برخه کې د منسک تړون عملي کېدل حتمي وبلل.