امریکا له افغانستان څخه نه په شاه کیږي او دا هېواد د اوږدې مودې لپاره له افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکوي.
د امریکا د سنا مجلس غړیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل چې د افغانستان جګړه د امریکا جګړه ده.
د دغه څلور کسیزه پلاوي مشرې او د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د منځني ختیځ او افریقا د چارو مسوولې مېرمن "ایلیانا روس لهټینن" له ښاغلي عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل:
"متحده ایالات د افغانستان د خلکو ښه همکاران دي. موږ به د دې اړیکو د پراختیا هڅې وکړو. موږ به په شاه نه شو او موږ د دغې جګړې لپاره ژمنتیا لرو ځکه چې دا زموږ جګړه هم ده."
درې نور سناتوران هر یو "فرینچ هېل"، "ډونالډ نارکروس" او "ټیډ یوهو" هم د دغه پلاوي غړي و.
دواړو لورو د خبریالانو په حضور کې په جزیاتو خبري و نه کړې.
په همدې حال کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل خبریالانو ته وویل؛ امریکایي پلاوي ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا ګډو اهدافو ته به رسیدګي کیږي.
د ښاغلي فیصل د معلوماتو له مخې؛ ښاغلي عبدالله له امریکایي سناتورانو د افغان ځواکونه د تجهیز او د غه راز د ټروریزم پر وړاندې مبارزه کې د ګاونډیو هېوادونو د مرستې د جلبولو لپاره د همکارۍ غوښتننه وکړه.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله همدا رنګه امریکایي سناتورانو ته وویل چې افغانان هم له امریکا سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.
"زه تاسو ته د افغانستان د خلکو او دولت له خوا ډاډ درکولای شم چې دوی هم د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د همکاریو د تقویې غوښتونکي دي."
له دې وړاندي هم د امریکا د کانګړس غړیو افغانستان ته سفرونه درلودل او له افغانستان سره یې د همکاریو د دوام ژمنې کړي دي.
افغانستان ته د امریکا د کانګړس د غړیو سفرونه د کارپوهانو په باور ځکه مهم بلل کیږي چې دوی په افغانستان کې د امریکا د ماموریتونو د دوام لپاره وضعیت ته په کتو پریکړه کولای شي.