د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

مسکو: سلګونو کسانو په سوريه کې د روسيې د عملياتو پرضد مظاهره وکړه


د روسيې په پلازمېنه مسکو کې په سلګونو کسانو په سوريه کې د روسيې د پوځي عملياتو پرخلاف مظاهره وکړه.

راپورونه وايي، د پرونۍ مظاهرې پر مهال يو مظاهره کوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

دغه مظاهره د مسکو په يوه کوچني پارک کې ترسره شوه چې امنيتي پوځيانو يې کلک امنيتي تدابير نيولي وو.

مظاهره چيانو د مسکو د هغو هوايي حملو په وړاندې مخالفت څرګند کړ چې د سپټمبر پر ٣٠مه يې په سوريه کې د هغو جنګياليو پر خلاف پيل کړي چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم مخالفان ګڼل کیږي.

مسکو ادعا کوي چې په دغو حملو کې يوازې د اسلامي دولت ډلې يا داعش سخت دريځي وسله وال په نښه کیږي.

په همدې حال کې د روسيې مرستيال دفاع وزير "اناتولي انتونوف" پرون په چين کې يوه کنفرانس ته وويل؛ دوى له امريکا په سوريه کې د پوځي همکارۍ غوښتنه کړې؛ خو واشنګټن رد کړې:

((موږ د امريکا متحده ايالاتو ته د همکاريو يو پراخ پروګرام وړاندې کړى چې د سوريې مسئله هم په کې شامله ده. خو له بده مرغه تر اوسه څرګنده شوه چې امريکا ورته تياره نه ده.

دوى له روسيې سره ټول تعاملات محدود کړي، دوى د روسيې او امريکا د دفاع وزارتونو ترمنځ همکاري هم رد کړې ده.))

ګڼ اسناد او شواهد څرګندوي چې روسيه په سوريه کې پر هغو منځلارو جنګياليو بريدونه کوي، چې د اسد مخالفان دي.

لوېديځ د دغو منځلارو جنګياليو چې د داعش او په القاعده پورې د تړلې ډلې النُصره په وړاندې جنګېږي، ملاتړ کوي.

د دې لاريون يوې ٤٢ کلنې تنظيموونکې سويتلانا کارويځ وويل، روسيه په خپله خاوره کې زياتې ستونزې لري چې بايد حل يې کړي، لکه جدي اقتصادي ستونزې، موږ په خپله خاوره کې د سوريې جګړې ته اړتيا نه لرو.

هغې وويل، د دې په باور دغه هوايي حملې د مسکو د پټې اجنډا يوه برخه ده.

د روسيې صدراعظم دميتري مديويديف پرون وويل، روسيه په سوريه کې د خپلو ګټو په خاطر جنګېږي، د دې لپاره نه، چې د اسد د رژيم ملا وتړي.

د ٢٠١١م کال له مارچ مياشتې راهيسې د سوريې په شخړه کې څه باندې دوه نيم لکه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG