د امریکا دفاع وزارت وايي، د سوریې یوې پوځي اډې ته نږدې د روسیې وروستي حرکتونه دا نظر پیدا کوي چې ښايي هلته د پوځي - هوايي عملیاتو د یوه مرکز د جوړولو لپاره هڅې کوي.
د پنټاګون ویاند، جیمز ډېویس پرون (دوشنبه) څرګنده کړه چې د سوریې د لاذقیه ښار په جنوب کې پوځي اډې ته نږدې؛ حرکتونه څرګندوي چې روسیه غواړي له دې مرکزه د هوايي عملیاتو لپاره کار واخلي.
جیمز ډېویس په دې اړه امریکا د استخباراتي ادارو د رپوټونو د جزیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.
مسکو په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له عمده ملاتړ کوونکو ګڼل کیږي او تائیدوي چې په سوریه کې یې خپل پوځي فعالیتونه یې زیات کړي او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره یې خپل پوځي کارپوهان ور استولي دي.
مسکو په سوریه کې خپل پوځي فعالتیونه له تروریزم سره د نړېوالو د مبارزې برخه ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په دې اړه؛ د یک شنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل:
((یقیناً سوریې ته وسلې استول شوي او د وسلو د استولو دا بهیر به دوام ولري. له دې وسلو سره زموږ څارونکي هم دې هېواد ته استول شوي؛ څو له دې وسلو د کار اخیستلو لارې د سوریې امنیتي ځواکونو ته ور زده کړي او ویې روزي. دا کوم راز یا معمی نه ده.))
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی؛ د یک شنبې په ورځ تائید کړه چې روسي ځواکونه په لاذقیه کې د پوځي اډې لپاره د سترو الوتکو د ځغاست لیکې یا رن وې Run Way په جوړولو لګیا دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې تر دې رپوټ وروسته؛ د پنټاګون ویاند په لاذقیه ښار کې د پوځي اډې تر څنګ د روسیې وروستي حرکتونه د شک وړ وبلل.
د پنټاګون ویاند وویل، داسې څرګندیږي چې مسکو ښايي د دې پوځي اډې څنګ ته د هوايي ټرانسپورټ د امکاناتو پر زیاتولو کار کوي.
خو د روسیې حکومت وايي چې وسلې او پوځي کارپوهان یې د سوریې د امنیتي ځواکونو لپاره د مرستې او د روزنې په خاطر دې هېواد ته استولي دي.
په روسیه کې د سوریې سفیر ریاض حداد پرون وویل چې د دوی؛ په هېواد کې د مسکو د اضافي پوځي فعالیتونو په اړه رپوټونه د درغو پر بنا خپاره شوي دي.
ریاض حداد وویل: دا هغه دروغ دي چې غربي هېوادونه یې خپروي.