په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) سخت دريځو وسلوالو د لرغونو ساحو ډېرې بېرحمانه او سيستماتيکې ويجاړۍ ته مخه کړې ده.
د يونيسکو يا د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او روزنيز سازمان مشره وايي دغه ويجاړي تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته ساري نه لري.
د يونيسکو يا د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او تعليمي سازمان مشرې دا خبردارى څو ساعته وروسته له هغې ورکړ، چې سخت دريځو وسلوالو د سوريې په مرکز کې يوه يونيم زر کلنه صومعه يا عبادتځاى ونړاوه.
مېرمن ايرينا بوکووا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وويل، د نړۍ لپاره د حل يوه لار دا ده چې هڅه وکړي، له سوريې او عراق نه د لوټ شويو لرغونو اثارو د خرڅلا مخه ونيسي او په دې توګه د دغو سخت دريځو وسلوالو د عوايدو يوه مهمه سرچينه بنده کړي.
وروستيو بريدونو داسې اندېښنې پارولي چې د اسلامي دولت ډله يا داعش د لرغونو ساحو او اثارو ويجاړول او لوټ تالان هم زياتوي.
عيني شاهدانو د پنج شنبې په ورځ وويل، چې سخت دريځو وسلوالو د سوريې په مرکزي برخه کې د بلډوزرو په مرسته يوه بله صومعه هم ويجاړه کړه، چې يو مهم زيارت او سياحتي سيمه ګڼل کېدله.
روان ميلادي کال چې داعش ډلې د سوريې او عراق ځينې برخې ونيولې، د دې ډلې جنګياليو ګڼ جوماتونه، کليساوې او لرغونې ساحې ونړولې، دغه راز يې په عراق کې د نمرود، حضر او نورو لرغونو سيمو ته زيان واړاوه.
د يونيسکو ادارې مشرې بوکووا وويل، په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش تر ولکې لاندې سيمو له تازه تصاويرو داسې ښکاري چې هلته په پراخه پيمانه خپلسرې کيندنې او د لرغونو اثارو لوټ تالان شوى دى.
بوکووا څو ساعته وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې، چې د اسلامي دولت ډلې له خوا هغه تصاوير پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي، ښيي چې د بلډوزرو په مرسته د سوريې په مرکزي سيمه قريتين کې، چې دې ډلې د همدې مياشتې په لومړيو کې ونيوه، يوه لرغونې صومعه يا عبادتځاى نړول کېږي.