د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

په اسلامي طریقه، په تاجکستان کې د یوه ازبک زلمي واده


د ازادي راډیو خبریال له تاجکستانه لیکي: دلته، په فرغانه ولسوالۍ کې، د انورعلییف کورنۍ د لمر لویدو په انتظار کې ورځ تیره کړه ځکه، بلاخره نن د دې27 کلن زلمي واده وو.

انورعلییف د هغې نجلۍ سره چې نن یې واده دی، تردې مخکې خبرې نه دي کړي او په ټول عمر کې یې ښايي دوه واره لیدلې وه .

د ازادي راډیو خبریال لیکي چې د علییف کورنۍ کورپه رنګارنګو غالیو او فرشونو ښایسته کړی دی.

د میلمنو د خونې پرغولي ازبکي غالي ویړه ده او د انور ملګري، د ده شاوخوا ته راغونډ دي.

هر یوه ته بالښت ایښی او د شنه چای پایله ورته ډکه وه.

انورپه دې چرت کې دی چې کله د ناوې سره اول وار مخامخ شي، هغې ته به څه وايي؟

انورعلییف د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې تل یې دا هیله درلوده چې د خپلې کورنۍ په خوښه او د اسلامي شریعت پر بنا واده وکړي.

هغه نه غوښتل چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي له وخته پاتې، د شرابو، رقص او اواز مراسم جوړ کړي.

د ازادي راډيو خبریال د انورله واده په رپوټ کې لیکلي:

((د واده په ورځ ډله – ډله ښځې چې وريښمین کمیسونه یې اغوستي او دستمالونه یې ترسر غوټه کړي،

حویلۍ ته را ننوتلې. د انور مشره ترور چې ښايي اتیا کلنه وه، د سندرو په غولي ناسته وه او ښځې یې د نڅا میدان ته را ګډولې.))

انورعلییف ډيره موده په روسیه کې د تیلو په یوه شرکت کې مزدوري کوله څوځان ته یو کور او د ورځني ژوند لپاره، د عوایدو یوه منبع برابره کړي او بیا د اسلامي دود او دستور پر اساس، داسې واده وکړي.

خو په په دودیز ډوله، په تاجکستان کې ودونه ترپينځو ورځو دوام کولای شي.

د تاجکستان حکومت خبردی چې په دې هېواد کې د اسلامي دود او دستورسره د خلکو علاقمندي زیاته شوې او دا اندیښنه لري چې ښايي زیات شمېرځوانان چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې په ملاتړ، عراق او سوریې ته تللي، بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.د ازادي راډیو خبریال لیکي:

((انور د خونې په یوه کونج کې پر دسترخوان ناست وو او مخې ته یې د ازبکي پلو غوري، د شوروا کاسې، میوې ، د شړومبي جامونه او رقم – رقم شیرین قطغونه ایښي وو.))

په تاجکستان کې خلک په خپلو ودونو کې ملاماتی لګښت کوي.

دا مساله د هلکانو لپاره یوه ستره ستونزه ده ځکه نارینه چې باید د واده ټول لګښت پرې کړي.

تاجک نارینه په عمومي ډول تر پينځه دیرش او حتی څلویښت کلنۍ کار کوي او د یوه مجلل واده لپاره پيسې ټولوي .

له دې امله په تاجکستان کې د نارینه د واده د عمر اوسط، کال په کال لوړیږي.

د تاجکستان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره ، لږترلږه په پلازمینه دوشنبه کې، ځیني اصول رامنځ ته کړي دي. چارواکو په 2007 میلادي کال کې اعلان وکړ چې خلک په ودونو کې د څومره میلمنو د بللو ، د څومره پسوونو د حلالولو او څو موټرو د ګلپوشولو اجازه لري.

د تاجکستان حکومت غوښتنه وکړه چې ناوې او زوم کورنۍ باید د واده لګښت په ګډه ورکړي.

خو انور غوښتنه درلوده چې واده یې په اسلامي طریقه وشي اوپه واده کې د اضافي مصرف مخنیوی وکړي. خو انور ته ګرانه وه چې خپلې اوړ د ناوې کورنۍ ته د دې خبرې د منلو لپاره قناعت ورکړي.د ازادي راډیو خبریال لیکي:

((انور د دې لپاره چې خپله کورنۍ کم لګښت ته قانع کړي، په واده کې یې د ښځو نڅا او دریاګانو ته اجازه ورکړې وه.))

XS
SM
MD
LG