د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

چيک جمهوريت په عراق کې لرغونو اثارو د ويجاړۍ مخه نيسي


د اسلامي دولت ډلې د عراق لرغوني اثار ويجاړوي
د اسلامي دولت ډلې د عراق لرغوني اثار ويجاړوي

د چیک جمهوریت د لرغون پوهانو یوې ډلې پر یو داسې پروژه کار پیل کړی چې له مخې یې د عراق په موصل ښار کې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې د ویجاړونکو اقدماتو له کبله دغلته لرغونو اثارو ته د اوښتي زیان نقشه جوړه کړي.

په داسې حال کې چې داعش تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د تاریخي اثارو په له منځه وړلو پسې پلکونه راخیستي، او نړۍ یې ننداره کوي، د چک جمهوریت د لرغونپوهانو یوه ډله هڅه کوي د عراق د یو ښار لرغونې معمارۍ خوندي کړي .

په سوریه او عراق کې داعش تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ګڼ تاریخي اثار، ودانۍ او هنري کارونه له منځه وړي ، خو په موصل کې یې په دې اړه اقدامات ډیر څرګند دي.

دغلته د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ددې ښار د لرغونې میراث ډیره برخه له منځه وړې ده .

د شمالي عراق لپاره د چیک د لرغونپوهانو د ماموریت یو غړي او د لویدیځې بوهیمیا د پوهنتون استاد کارل نواڅیک وايي، له بدمرغه د عراق په موصل ښار کې د داعش اقدامات د ټولو لرغونو اثارو د له منځه وړلو ښکارندوی دي .

د نوموړې په وینا داسې ښکارې لکه د موصل د ښار پر تاریخي یادګارونو، په رېښو او عنعناتو چې هدفي برید شوی وي، په دې برید کې ټول هغه څه هدف دي چې دې ښار له خپلې ماضي څخه په میراث راوړي دي .

نواڅیک وايي، په عراق کې کلتوري ” ټول وژنې “ سخت په اندېښنه کړی او له همدې کبله ده او د چیک جمهوریت ځینو نورو لرغونپوهانو پریکړه کړې چې یو څه وکړي .

دې لرغونپوهانو د چیک د علومو د اکاډمۍ د شرقي څیړنو د انستیتيوت سره په ګډه پر یوه داسې پروژه کار پیل کړی چې هدف یې په موصل کې د داعش د فعالیتونو د اغیز یوه پراخه نقشه برابرول دي .

دوی وايي په دې برخه کې شته علمي څیړنې ، د ارشیف سرچینې ، عکسونه، د ځايي خلکو له خوا راپورونه او د سټلایټ تصویرونه کاروي او هڅه کوي چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې د ویجاړۍ په اړه چې څومره ډیر معلومات راټولولی شي هغه راټول کړي .

نواڅیک وايي ، د موصل کلتوري میراث تر ډیره د دې ښار په معمارۍ کې و چې دا ښار یې د تاریخي ودانیو په یو ژوندي موزیم بدل کړی و. د نوموړي په وینا د موصل دا ځانګړتیا په نړۍ کې بل سیال نه لري .

خو کله چې دا ښار د داعش تر واک لاندې راغی دغلته د یونس پیغمبر مزار او یو تاریخي جومات په کنډواله بدل کړل. همدارنګه دې وسلوالې ډلې داسې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې تر څرګندېږي وسلوالو د موصل په موزیم کې ولاړې مجسمې له خاورو سره خاورې کړي .

نواڅیک وايي، د موصل په ښار کې پر تاریخي اثارو سخت ګوزار شوی دی .

نوموړی اټکل کوي چې لږ تر لږه د موصل شپږ دیرش مهم لرغونې یادګارونه ویجاړ شوې دي.

دغه چیکي لرغونپوه وايي د اوښتي زیان ډیره برخه نه جبرانیدونکې ده . د دوولسمې او دیارلسمې پیړۍ اثار دا مهال نادرکه شوي . په دې کې داسې اثار هم شته چې د نواڅیک په وینا دوی یې په اړه بشپړ اسناد او معلومات هم نه لري .

نوموړې وايي د موصل له موزیم او دغلته له کلیساګانو یو شمیر لرغونې اثار ایستل شوې او د داعش د تمویل لپاره په تور بازار کې پلورل شوي دي .

د نواڅیک په ویناد چیکي لرغونپوهانو د کار وروستي نتایج به په څو میاشتو کې څرګند شي ، خو نوموړی هیله لري چې تر هغې به د داعش وسلواله ډله د عراق له دغې لرغونې ښار څخه ایستل شوي وي .

XS
SM
MD
LG