د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

روسیه په مصر کې اټمي تاسیسات جوړوي


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين له خپل مصري سيال عبدالفتاح السيسي سره پرون په قاهره کې وليدل. دواړو لورو د اټومي انرژۍ د تاسيساتو په جوړولو کې د مسکو د برخې اخيستلو په اړه خبرې وکړې.

له هغه وروسته چې پرون د ورسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره په قاهره کې وليدل؛ پوټين وويل، نن موږ د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکاريو په اړه خبرې وکړې:

"موږ نه يوازې په مصر کې د اټومي انرژۍ د تاسيساتو د جوړولو په اړه خبرې وکړې؛ بلکه په دې هېواد کې د بشپړه اټومي انرژۍ برخه جوړولو په مو هم اړه خبرې وکړې."

روسي او مصري چارواکو د مصر په "الضبه" ښار کې د اټومي تاسيساتو د جوړلو يو موافقه ليک لاسليک کړ. دا به په مصر کې لومړي اټومي تاسيسات وي.

له غونډې وروسته عبدالفتاح السيسي له ولاديمير پوټين سره د سې شنبې په ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې وويل:

"اوسني نړيوالو شخړو او ګڼ شمېر کړکېچونو ته په کتو سره چې ټوله نړۍ يې په سيمه ییزه او نړيواله کچه لړزولې ده او د خلکو تمدن ته خطر دی؛ موږ پرېکړه کړې ده چې پر ډیموکراټيکو اصولو ولاړه يوه زياته عادلانه نړۍ جوړه کړو او د داسې منفي کارونو سره مقابله وکړو."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف؛ د ولسمشر د دفتر مطبوعاتي منشي "ډیمتري پيسکوف" او د مصر صدراعظم ابراهيم محلب هم له پوټين او السيسي سره په خبرو کې برخه واخيسته.

عبدافتاح السيسي د مخالفينو د ځپنې پر سر د امريکا له خوا له انتقادونو سره مخامخ شوی دی. السيسي په ۲۰۱۳م کال کې خپل سياسي سيال او د اسلامي بنسټپالو مشر محمد مُرسي له خپلې دندې ليري کړ.

څېړونکي وايي، پوټين غواړي داسې څرګنده کړي چې د اوکراين پر سر د نړۍ پر کچه يوازې نه دی پاته.

د روسيې د ولسمشر عکسونه د قاهره په ټول بازار کې ځوړند کړل شوي وو. پوټين ته د ۲۱ توپونو په سلامۍ او تشريفاتي ګارډ له خوا هر کلی وويل شو.

السيسي روسيې ته د ۲۰۱۴م کال د اګست په مياشت کې هغه وخت تللی وو چې دی د دفاع وزير وو او نوی يې مورسي له خپلې دندې ليري کړی وو. له واشنګټن سره هغه وخت د مصر اړيکې مخ پر خرابېدو روانې وې.

له هغه وروسته چې واشنګټن د السيسي له خوا د مورسي پر ملاتړيو د ځپونکو حملو سره مصر ته د وسلو ورکول بند کړل؛ مسکو د دې هيواد د وسلو د بازار يوه لويه برخه تر لاسه کړې ده.

خو واشنګټن اوس هم مصر ته د کاله ۱.۵ مليارده ډالر مرسته او اپاچي هلي کوپتر ورکوي تر څو په سينا کې له اسلامي سخت دريځو سره مبارزه پرې وکړي.

XS
SM
MD
LG