د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۷

د خلیج د هیوادو مشران په قطر کې غونډه کوي

د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادو مشران به د خپلې کلنۍ غونډې لپاره د راتلونکې سه شنبې په ورځ سره وګوري.

د دې شورا غړي په عراق او شام کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له خوا له زیاتیدونکي ګواښ سره مخامخ دي او په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو بیه ورځ په ورځ ټيټيږي.

د فرانس پرس په حواله، د خلیج د هیوادو مشران په قطر کې غونډه کوي چې د همکاریو د شورا د یو شمیر غړو لکه؛ سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو د الاخوان المسلمین ډلې د ملاتړ تور پرې لګیدلی و.

پر قطر تور لګول شوی و چې په دوامدار ډول د الاخوان المسلمین ډلې د ملاتړ له امله په سیمه کې بې ثباتي زیاتوي او د خلیج د همکاریو د شورا د یو شمیر غړو هیوادو مخالفانو ته یې پناه ورکړې ده.

سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو د روان کال په پيل کې خپل سفیران له قطره وایستل؛ خو څه موده مخکې یې بیرته ستانه کړل.

د خلیج د عربي هیوادو مشران به د سه شنبې په ورځ په کلنۍ غونډه کې هڅه وکړي چې له قطر سره د دې لانجې ګډون؛ په عربي هیوادو کې تر ولسي پاڅونونو وروسته د ستونزو د حل لپاره د خپل رول پر پیاوړي کولو خبرې وکړي.

فرانس پرس وايي چې په منځني ختیځ کې امنیت او د عربي دولتونو ترمنځ اړیکې به په دوحه کې پر دې سرمشریزه ژور اغیز لري؛ په ځانګړي ډول مصر چې د الاخوان المسلمین ډلې تر لنډې واکمنۍ وروسته یې د خلیج له ځينې هیوادو سره اړیکې پيچلې شوې دي.

د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السیسي تیر دوبی د الاخوان المسلمین ډلې غړی محمد مرسي له واکه لرې کړ او د جمهور رییس په توګه یې په کار پيل وکړ.

د څارونکو په باور، د خلیج د همکاریو شورا د دې لپاره په خپلو کې د اړیکو د پراخولو هڅې کوي چې په شام او عراق کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له ګواښ سره مخامخ دي.

د خلیج یو شمیر هیوادونه په سوریه کې د دې وسله والې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره له متحدو ایالاتو سره یوځاي شوي دي.

د دې شورا یوه چارواکي، فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د غړو هیوادو مشران به د اسلامي دولت په نوم د وسله والو پر ضد د ګډې پوځي قوماندې د یوه مرکز د رامنځ ته کولو پر یکړه هم وکړي.

د منځني ختيځ د امنیتی وضعیت پر څرنګوالی سربیره؛ ټاکل شوې چې د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هیوادو مشران د تیلو په نړیوال مارکيټ کې د خپلې ونډې د پياوړي کولو لپاره هم پر لارو چارو بحث کوي.

د تیلو په نړیوال مارکیټ کې له دوبي راهیسي د هر بیرل بیه څلویښت فیصده کمه شوې او داسې انګیرل کیږي چې نرخونه به تر دې هم را ټيټ شي.

د خلیج د هیوادو زیاته تکیه، دتیلو پر صادراتو ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG