له څو اونیو راهیسې د سوریې په شمال کې کرد میشته ښار"کوباني" د اسلامي دولت د وسله والو له خوا محاصره دی او د نیولو لپاره یې زیاتې هڅې کوي. کردي وسله وال هم د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد جګړه او مقاومت کوي او د امریکا په مشرۍ ایتلاف د کردي ځواکونو هوایي ملاتړ کوي.
کوباني د ترکیې پولې ته نږدی پروت دی او د دي هیواد کردانو له حکومت څخه غوښتي چې د کوباني په دفاع کې د کردي جنګیالیو ملاتړ باید وکړي.
د ترکیې حکومت اعلان وکړ چې د سوریې "کوباني" ښارته به د کردي ځواکونو د انتقال په کار کې مرسته وکړي؛ تر څو دا ښار د اسلامي دولت د وسله والو له محاصرې څخه خلاص شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر "مولود چاوش اوغلو" د دوشنبې په ورځ په انقره کې د حکومت د پالیسۍ د بدلون اعلان وکړ.
چاوش اوغلو خبریالانو ته د مسالي په اړه زیات معلومات ورنه کړل؛ خو دا یې وویل چې، د مسالې په اړه بحث دوام لري.
د عراق د کردانو په خودمختاره سیمه کې د کردي جنګیالیو (پشمرګه) ځواکونو عمومي منشي "جبار یاور" آزادي راډیو ته وویل؛ دوی د ترکیې له لارې کوبانې ښار ته د کردي ځواکونو او تجهیزاتو د استولو لپاره چمتو دي.
له بلي خوا، د عراق صدراعظم حیدر العبادي د دوشنبې په ورځ وویل؛ د اسلامي دولت له وسله والو څخه د سیمو د بیرته نیولو لپاره به د جګړې په ډګر کې هیڅ بهرنی عسکر برخه وانه خلي:
"په عراق کې به هیڅ بهرنی پلی ځواک نه وي. دا زما او د عراق د حکومت پرېکړه ده. موږ په خپله د خپلې خاورې د آزادولو توان لرو. دا سمه ده چې له موږ سره هوایي مرسته شوې؛ خو زیات حساب ورباندې نه کوو. واضح وایم، موږ پر خپلو ځواکونو متکي یو."
په عین حال کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندي ویلي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو یې کوباني ته نږدې د اسلامي دولت د وسله والو پر هدفونو هوایي حملې کړي دي.