د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

عزيز: زموږ خاوره به د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډۍ لپاره ونه کارول شي


په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي، د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو ګډوډلو لپاره به خپله خاوره د افغانستان پر ضد کارولو ته پرې نه ږدو.

نوموړي همدا راز وايي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د کومې ډلې يا ګروپ پلوي نه کوي او په خبره يې، طالبان دا توان نه لري، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې خپل حکومت جوړ کړي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په شپې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د سييمه ييزې سولې د انسټيټوت له خوا د پاکستان، افغانستان او چېن د وضعيت په اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

نوموړي د افغانستان په اړه زياته کړه:

"په تېرو اوو اتو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزو اړيکيو کې ښه والى راغلى دى او همدا راز له کله نه چې د پاکستان حکومت افغان حکومت ته ډاډ ورکړى، چې موږ په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې يا ګروپ ملاتړ نه کوو، نو د افغان حکومت له خوا د پاکستان ضد څرګندونو په لړۍ کې کمى راغلى دى."

نوموړى همدا راز وايي، په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم زيات شوى او د سوداګرۍ د لا ودې په موخه به په نزدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان د سوداګريزو چارو د وزيرانو ترمنځ په اسلام اباد يا کابل کې غونډه جوړه شي.

سرتاج عزيز همدا راز وويل، له پاکستاني وسله والو طالبانو سره مذاکرات يوه پېچلې مسئله ده او په خبره يې، د پاکستان مخکينيو حکومتونو هم له وسله والو سره د سوات امن معاهدې په ګډون ٧ معاهدې وکړې، چې يوه يې هم نه کاميابۀ نه شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د مشرانو د جرګې د دفاعي کومټې مشر سناتور مشاهد حسين غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، د ملا عمر په مشرۍ د افغانستان امارت له چېن سره ښې اړيکي غوښتل او په اسلام اباد کې د چېن سفير لوشولن د همدې موخې لپاره د ٢٠٠٠م کال په دسمبر کې په کندهار کې له ملا عمر سره ليدلي وو.

نوموړي زياته کړه، ملا عمر د چېن سفير ته ډاډ ورکړى و، چې د افغانستان امارت د چېن د ځکمني بشپړتيا درناوي کوي او خپله خاوره به د چېن پرخلاف کارېدلو ته پرې نه ږدي.

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې
نوموړي د جنورۍ په ٢٧مه نېټه په امريکا کې ويلي وو، طالبان د حامد کرزي له حکومت سره خبرې کول نه غواړي او ښايي له انتخاباتو وروسته له نوي حکومت سره خبرې وکړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت د شورا رييس رنګين دادفر سپنتا د نوموړي دا څرګندونې په کلکه غندلې وې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو دوام بللى و.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG