ملګري ملتونه اټکل کوي چې په سوریه کې نهه اعشاریه درې میلیونه کسان چې د دې هیواد د نفوس څلویښت په سلو کې برخه جوړوي د دوه نیم کلنې کورنۍ جګړې له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه مساله د ملګرو ملتو د بشري حقونو ادارې د دوشنبې په شپه وڅیړله. د دې ادارې ویاند اماندا پیت وویل، د ملګرو ملتو د بشري حقونو د ادارې مشر د ملګرو ملتو له امنیت شورا سره د تړلیو دروازو تر شا په جوړې شوې غونډې کې ویلي دي چې په سوریه کې بشري وضعیت په تیزۍ سره د بدۍ حالت ته روان دی.
د نوموړي په وینا په هغو کسانو کې چې په سوریه کې بشري مرستو ته ضرورت لري شپږ میلیونه یې کورني بې ځایه شوي دي.
پیت زیاته کړه چې د بشري حقونو د ادارې مشر به له امنیت شورا څخه بیا هم وغواړي چې په سوریه کې پر ښکیلو لوریو فشار راولي څو د دې هیواد بې وزلو ته د بشري حقونو د رسولو لپاره لارې پرانیزي.
د سوریې حکومت د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په ټوله سوریه کې به د بشري حقونو د رسولو او د واکسین د کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د سوریې په هغو سیمو کې چې محاصره شوې دي د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ خپرې شوې دي. روانه میاشت یوازې د دیار الزور په ولایت کې چې له عراق سره نژدی دی ۲۲ ماشومان ګوزڼ ووهل. په دې ډله کې د لسو ناروغي معلومه شوې ده چې پولیو ده. د ډاکټرانو په وینا دا ناروغي په ډیرې تیزۍ خپریږي.
په سوریه کې شخړې د بشري مرستو د رسیدو د لارې خنډ شوې دي او تیره میاشت د ملګرو ملتو د بشري حقونو ادارې وویل، چې داسې سیمې په سوریه کې شته چې له یوه کال راپه دې خوا مرستې نه دې ورسیدلې .
د ملګرو ملتو د امنیت شورا پنځلس غړیو هیوادو د اکتوبر په دوهمه یوه اعلامیه خپره کړه چې په سوریه کې دې بشري مرستې زیاتې شي خو دغه اعلامیه داسې نه ده چې هرومرو دې تطبیق شي.
په ملګرو متلو کې دیپلوماتان غواړي چې د سوریې په برخه کې یوه واجب الاجرا اعلامیه خپره کړي خو دوی دا ویره لري چې روسیه به یې ویټو کړي.