د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۶

سوريه به سزا ګوري!

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې امریکا، برتانیا، فرانسې او روسیې ټولو موافقه کړې ده چې سوریه باید د خپلو کیمیاوي وسلو د پروګرام په اړه د ملګروملتونو له طرح شوي پرېکړه لیک څخه د سرغړونې په صورت کې سزا وویني.

کېري دا څرګندونې نن په پاریس کې د برتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ترکتنې وروسته وکړې:

(که د اسد رژیم فکر کوي چې دا پرېکړې د عملي کېدو وړ نه دي یا موږ جدي نه یو نو هسې لوبې کوي. موږ حتی په دې خبر یو چې د ملګروملتونو مفتشان ځینو ځایونو ته د تلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي وو. په همدې دلیل روسانو په ژنیو کې له موږ سره دا ومنله چې د کیمیاوي وسلو زېرمو ته د تلو په برخه کې باید هېڅ راز قیودات او محدودیت نه وي څو دا خبره یقیني شي چې دا کار موږ باید د امکان ترحده ژرترژره ترسره کړو.)

د برتانیا د بهرنیوچارو وزیر ویلیم هېګ وویل چې د ملګروملتونو د پرېکړه لیک پر مسوده کار روان دی څو د سوریې په اړه د امریکا او روسیې د وروستۍ موافقې جزییات پکې شامل شي.

د دې موافقې چوکاټ د سوریې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د ثبت او له مینځه وړلو غوښتنه کوي. هېګ وویل د ملګروملتونو په پرېکړه لیک کې باید مشخص مهال وېش او د څارنې داسې سیسټم جوړ شي چې د بشاراسد رژیم حساب ته کېنوي. په پاریس کې نننۍ خبرې یوازې څوساعته مخکې له دې چې د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د ملګروملتونو د کارپوهانو راپور خپور شي پای ته ورسېدې.

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په سوريه کې د کيمياوي وسلو دکارونې په اړه د دې سازمان راپور نن امنيت شورا ته وړاندې کړي.

له بلې خوا د ملګروملتونو د بشري حقونو څېړونکي وايي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د حملو د څوارلسو مواردو په اړه تحقیق کوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د څېړونکو ددې ټاکل شوي هیات مشر پاولو سرجیو پنهیرو Paulo Sergio Pinheiro نن وویل چې دوی د کیمیاوي وسلو د څوارلسو مشکوکو حملو په اړه د څېړنې په حال کې دي.

پنهیرو وویل د شواهد په راټولو کې ستونزو ته په پام سره سمدستي ناممکنه وه چې ددې حملو مسوولان معلوم کړای شي. په سوریه کې له کیمیاوي وسلو د کار اخیستو په اړه دا راپور د ملګروملتونو د کيمياوي وسلو د څارونکو د ډلې له خوا برابر شوى دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG