د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۵

روسيه: نړيوال دې د سوريې د پرېکړې هرکلى وکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي باید د سوریې د دې پرېکړې هرکلی وشي چې غواړي د کیمیاوي وسلو د بندیز له تړون سره یو ځای شي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي باید د سوریې د دې پرېکړې هرکلی وشي چې غواړي د کیمیاوي وسلو د بندیز له تړون سره یو ځای شي.
روسیه وايي، نړیوال باید د کیمیاوي وسلو د بندیز په کنوانسیون کې د ګډون لپاره د سوریې د پرېکړې هرکلی وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي باید د سوریې د دې پرېکړې هرکلی وشي چې غواړي د کیمیاوي وسلو د بندیز له تړون سره یو ځای شي.

ښاغلي پوتین وویل دا اقدام ښيي چې د سوریې حکومت د دې هېواد د کړکېچ د حل لپاره جدي نیت لري. پوتین د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته چې په بشکېک کې روانه ده پر سوریې د پوځي یرغل په برخه کې د روسیې پر دریځ ټینګار وکړ:

”له نن وروسته سوریه پر کیمیاوي وسلو د بندیز د کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کوي. فکر کوم چې موږ باید د سوریې د مشرانو د دې اقدام هرکلی وکړو. زه هیله لرم چې دا به د سوریې د کړکېچ د حل په برخه کې یو ډېر مهم ګام وي او څرګندوي چې زموږ سوري شریکان د دې لارې په تعقیبولو کې جدي نیت لري“

چین او ایران هم نن د سوریې د دې اقدام هرکلی وکړ.

ملګروملتونو پرون تایید کړه چې سوریې د کیمیاوي وسلو د بندیز د ۱۹۹۷ کال په کنوانسیون کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیک دوی ته سپارلی دی.

دا طرح چې سوریه دې د امریکا له پوځي حملې د خلاصون لپاره له خپلو کیمیاوي وسلو لاس واخلي لومړی روسیې وړاندې کړه.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیوچارووزیر جان کېري د روسیې د بهرنیوچارو له وزیر سیرګي لاوروف سره نن د مسکو د وړاندیز په اړه د بحث لپاره په ژنېو کې دوهم ځل کتنه کوي. په دې کتنه کې د سوریې لپاره د ملګروملتو او عرب لیګ ځانګړی استازی لخضر براهیمي هم ګډون کوي.

د سوریې ولسمشربشاراسد پرون وویل، هېواد یې د امریکا له وېرې نه، بلکې د روسیې د ډيپلوماسۍ په خاطر، موافقه کړې چې خپله د کیمیاوي وسلو زېرمه به سپاري. روسیه د سوریې د حکومت اصلي او خورا مهم متحد او د وسلو چمتو کوونکی هېواد دی.

ښاغلي کېري وویل، د دې لپاره چې سوریه د خپلو کیمیاوي وسلو له سپارلو ډډه ونکړي، پوځي تهدید باید پرځای پاتې وي، خو لاوروف وویل د مسکو پلان د پوځي اقدام اړتیا له مینځه وړې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وروسته له هغه د سوریې د حکومت پرضد د پوځي اقدام ګواښ وکړ چې د اګست په یوویشتمه دمشق ته نژدې د یوه زهرجن ګاز د کارولو له وجې د امریکايي چارواکو په وینا له یوزراو څلورسوو زیات کسان ووژل شول. امریکا او ځینو لویدیځ متحدان یې وايي، د کیمیاوي وسلو دا حمله د سوریې دولتي ځواکونو کړې ده.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار ټولنې هیومان رایټس واچ نن په یوه بیان کې د سوریې پر حکومت او د رژیم پر پلوي ځواکونو تور ولګاوه چې د مدیترانې سمندرګي پر غاړه په دوو پرتو، عمدتا سني مېشتو ښارګوټو کې یې په تېره مې میاشت کې نژدې دوه نیم سوه کسان له مخې اعدام کړي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG