د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د الفتح جومات په شا و خوا کې شديدې ډزې شوي

د مصر د پلازمېنې قاهرې د يوه جومات له شا و خوا څخه د شديدو ډزو ږغونه اورېدل شوي دي. په دې جومات کې تېره شپه اسلامپاله اعتراض کوونکي محاصره شوي وو.

د ټلويزيونونو په تصاويرو کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېدل ښکارېدل چې امنيتي ځواکونه نن د الفتح جومات پر منارونو ډزې کوي، په دې ځاى کې د اخوان المسلمين په سلګونو پلويان د جمعې ورځې تر خونړيو شخړو وروسته راايسار شوي دي.

په تصاويرو کې ښکاري چې اعتراض کوونکي هڅه کوي په جومات کې دننه چې په اوښکي بهوونکي ګاز ډک دى، ځانونه پناه کړي.

د قاهرې يو اوسېدونکى احمد رويټرز اژانس ته وويل وضعيت يې ځوروي:

”زه نن داسې احساس کوم چې په خپل هېواد کې زما لپاره کوم ځاى نه شته. چېرې لاړ شم، څه وکړم؟ نن چې کله په لارو ګرځم ګواښ راته متوجه دى. په کوڅه کې له ګرځېدو بېرېږم. خلک وايي هلته مه ګرځه، دلته وګرځه هلته به ونيول شې. خلکو ملکي پوستې جوړې کړي، زه نه پوهېږم. هغه څه چې اوس پېښېږي ما ته د منلو وړ نه دي، ډېر عجيب دي زه ورباندې نه پوهېږم. يو وخت په پوځ سرتېرى وم، د دغسې وضعيت تصور مې نه کاوه“

د مصر د روغتيا وزارت وايي له جمعې ورځې راهيسې ١٧٣ کسان وژل شوي دي.

د مصر صدراعظم په قانوني توګه د اخوان المسلمين ګوند د منحلېدو پېشنهاد کړى دى. په عين حال کې اخوان المسلمين ګوند تاييد کړه چې د دې ګوند د مشر محمد بدعي يو زوى په قاهره کې د جمعې ورځې د اعتراضونو پر مهال وژل شوى دى.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG