کله چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه غونډه وکړي نو په کې به په دې سلا شي، چې کله د ایران څخه د خامو تیلو واردات بند کړي.
دوی چې هره پریکړه وکړي دا به یو برخلیک ټاکونکي پریکړه وي او د ایران لپاره به یو ګوزار وي.
خو ایا دا کار به ایران له هغه څه رامنع کړي، چې لویدیځ یې د اټمې وسلو د جوړولو هڅه بولي؟ د دې ځواب تر ډیره نه دی.
اروپايي ټولنه دا مهال له ایران څخه د ورځې پنځه سوه لس زره بیرله تیل واردوی. خو دا د ایران د تیلو د ورځینو وارداتو چې دوه نیم میلونه بیرله په ورځ کې دي، له پنځمې برخې هم کمه برخه جوړوي.
تر اوسه هم لویدیځ هیوادونه هیله لري، چې په اسیا کې انرژۍ ته تږي د ښه اقتصاد لرونکي هیوادونه به هم د اروپايي ټولنې پر پل پل کېږي دي.
چین، جاپان، هندوستان او جنوبي کوریا په شریکه د ایران د تیلو په سلو کې درې پنځوس برخه واردوي، که چیرې دوی هم له ایران څخه د تیلو په واردولو بندیز ولګوي، نو بیا به د ایران ریژیم د بقا لپاره ډیر لږ چانس ولري، ځکه دا مهال د ایران د بودیجې نیمايي برخه د تیلو پر صادراتو ولاړه ده.
د دې لپاره چې د دوشنبې په ورځ د ایران څخه د تیلو د وارداتو په اړه د اروپايي ټولنې پریکړه برخلیک ټاکونکي شي، نو لا يې هم په مخ کې اوږده لاره پرته ده، ځکه تر اوسه دا نه څرګنده، چې اسیاسي هېوادونه به په دې بندیزونو کې له لویدیځ سره ودریږي او کنه.
د منځني ختيځ د اقتصادي سروي په مرکز کې ډېوېډ کنوټ وايي، دا به سخته وي، چې چین چې د ایران د تیلو لوی پیردونکی دی له دې بندیزونو سره ودریږي:
″دواړه چین او روسیه په ځانګړې توګه چین له ایران سره ډیره ټینګې اقتصادي اړیکې لري او په داسې حال کې چې لویدیځ د امریکا او نړیوالو بندیزونو له کبله له ایران څخه ځان راټولوي داسې نه ښکاري، چې چین به هم دا کار وکړي.″
بیجینګ بیا بیا دا ویلي، چې د ایران اټمي جنجال په بندیزونو نه هواریږي. له دې ښکاري، چې بندیزونه یې په اجنډا کې نه دي شامل.
د ایران د تیلو نور اسیايي واردونکي، هندوستان، جاپان او جنوبي کوریا دي. په دوی کې هم له ځینو یې داسې تمه نه کېږي، چې په اسانۍ به د ایران څخه د تیلو د وارداتو څخه لاس پر سر شي.