د عربو پسرلی، اتومي فعالیتونه، په مرموزه توګه په کورونو کې وژنه، په بهر کې د قتلونو هڅې، نظر بندول، له هوايي حملو څخه ویره، پر یوه سفارت حمله ټولې هغه پیښې وې چې د دوه زره یوولسم میلادي کال په ترڅ کې په ایران کې ګواښونه بلل کېږي.
لکه څنګه چې د ایران لوی مذهبي مشر د تیر نوامبر په میاشت کې وویل، ایران دې تهدیدونو ته په کراره ناست نه دی:
(موږ د ګواښ په وړاندی ګواښیږو، د هر چا په سر کې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت د تجاور خیال وي، نو باید ځان د ایران د ځواکمن ملت له خوا درنو سپیړو او اوسپنزو سوکونو ته تیار کړي.)
یو شمېر کتونکي لکه پاتریک کلاوسن چې د نژدی ختیځ د پالیسي لپاره د واشنګټن په انستیتیوت کې د څیړنې مشر دی د دې مسلې په اړه ژور فکر کوي او وایي، دلته د ایران او لویدیځ تر منځ له وخته هم پټه جګړه روانه ده:
(دلته دمخه حملې شوی، قتلونه شوي( د ایران ساینس پوهان په قتل رسیدلي) انترنیټي جګړه شوې، زه فکر کوم چې د لودیدیځ او اسراییل ډیره علاقمندي په دې کې ده چې د ایران اتومي پروګرام هر څومره چې دوي کولای شي د بندیزونو، تحریم کولو، تښتیدو ته د ایران د ساینس پوهانو د هڅولو او که اړتیا شوه نو بیا په ټیټه سطح کې جکړې لکه د قتلونو او انترنیتي جنګ له لارې وځنډوي. هیڅوک لویې مخامخ جګړې ته زړه نه ښه کوي. )
سږکال د اړیکو د خرابیدو لومړنۍ شومه علامه په تیرې جنورۍ کې څرګنده شوه، هغه مهال چې په استنانبول کې د ایران د لانجه من اتومي پروګرام د بندولو په اړه خبری وشوې، یعنې د پینځه جمع یو خبرې چې پکې بریتانیا، فرانسه، روسیه، چېن، متحد ایالات او جرمني شامل وو. دا خبرې وروسته تر هغې له ناهیلې سره مخامخې شوې چې ایران د خبرو لا دمخه شرطونه کېښودل او په هغې کې دا مسله شامله وه چې ملګري ملتونه دي د تهران د اتومي فعالیتونو په ارتباط پر ایران ایښې بندیزونه لري کړې. ایران لویدیځ په دې خبرو کې په پاتی راتلو ملامت کړ.
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د اعتراضونو څپې یعني د عربو پسرلي د فبروری میاشت کې ایران کې هم خپرې شوې او ایرانیانو ترې ملاتړ وکړ.
د تیرې فبرورۍ په څوارلسمه په تهران کې په سلګونو مخالف اعتراض کونکې چې پر اعتراضی فعالیتونو یې بندیز لګیدلي وو واټونو ته راوتلل او په تونس او مصر کې د اعتراضونو پلوي وکړه:
(د ایران د رژیم عکس العمل ډیر چابک وو، د مخالفینو مشران، مهدي کروبي او میرحسین موسوي چې دا مظاهرې یې تنظیم کړې وي په کورنو کې نظر بند کړل څو په توګه په مظاهرو کې د هغوي د بیرته برخې اخیستو مخه ونیول شي. )
خو یوه ورځ وروسته یعنی د فبرورۍ په پینځلسمه د پارلمان سخت دریځو غړو د هغوې د سرغوڅولو غوښتنه وکړه:
(باید موسوی او کروبی اعدام شي.....)
د ایران د شین غورځنګ دواړه مشرانو تر دې وروسته بیا د کال تر پایه هیڅ ونه ویل او کوم غږ غوږ یې نه وو.
د جون په میاشت کې اعتراض کونکو نوی لاره او تکتیک خپل کړ دوې د دوه زره نهم میلادي کال په ترڅ کې په انتخاباتو کې د دو هم ځل لپاره د جمهور ریس محمود احمدي نژاد تر ټاکل کېدو وروسته د خپلو اعتراضونو کالیزه ولمانځله:
(موږ د ولي عصر واټ ته ننوتو، هغسې چې تمه کېده ځانګړو ځواکونو د سړک دوو خواوو ته انساني دیوالونه جوړ کړې وو خو خلکو یې پروا ونکړه او خلکو بی له دې چې شعارونه ورکړي د واټ تر څنګه خپل لاریون ته دوام ورکړ.)
د اکتوبر په میاشت کې د امریکا د عدلیی وزارت په خپله خاوره کې د سعودي عربستان د سفیر د قتل د ناکامي توطیې له را برسیره کولو سره، په نړیواله سطح د ایران اړیکې لا خراب شو.
ایران دا ادعا رد کړه خو د ملګرو ملتونو مسودې چې څه باندي د سلو هیوادنو له خوا یې ملاتړ وشو دا عمل وغنده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل په دې اړه وویل:
(دا نه یواځې په خطرناکه سطح یو عمل دی بلکه دا د ایران د حکومت د خطرناکو اعمالو د نمونې یوه برخه ده. )
په نوامبر په میاشت کې بیا کله چې د اتومي انرژۍ د څارنې د نړېوالې ادارې مشر یوکېا امامو د ایران د اتومي پروګرام په اړه د خپلو نویو څیړنو اعلان وکړ نو بیا مسله لاړه بیا د ایران د اتمی پروګرام خواته:
(معلومات د ا څرګندوي چې ایران د اتومي چادونکې وسیلي د پراختیا په ارتباط فعالیتونه ترسره کړي.
دا هم څرګنده شوی، چې د دوه زره دریم کال په لومړېو کې دا فعالیتونه د یوه جوړ شوي پروګرام له مخې پیل شوي او امکان لري چې یو شمېر نور لا هم روان وي.)
ایران چې هر کله ادعا کوي چې اتومي فعالیتونه یې سوله ایز هدف لري او دا راپور بی انډول وباله او ویې ویل، چې د متحد ایالاتو د فشارونو تر اثر لاندی برابر شوي.
خو لویدیځو هیوادونو پرایران د لا بندیزونو پر مسلې ټینګار وکړ. چې په هغې کې د ایران د مرکزي بانک او تیلو او ګازو د سکتور پرضد اقدامات شامل دي.
بریتانیا چې په دې بندیزونو کې یې مخکښ رول درلود سمدستي د ایران د حکومت پلوو له سخت اعتراض سره مخامخه شوه.
د نوامبر په نهه ویشتمه اعتراض کونکو په تهران کې د ایران پر سفارت حمله وکړه:
(د دې اعتراضونو په عکس العمل کې بریتانیا له ایرانه د خپل سفارت کارکونکې وویستل او په تهران کې د بریتانیا سفیر وویل هغه په دې اند دی چې ددې اعتراضونو تر شاه د ایران د حکومت لاس وو. )
په دیسمبر کې ټولې د بی پیلوټه الوتکې خبرې وې، ایران په خپله خاوره کې د بی پیلوټه امریکايي الوتکې د لیدو او د هغی د غورځولو خبره وکړه او تصویرونه یې په خپل ملی تلویزیون باندې ښکاره کړل.
تهران د بی پیلوته الوتکې فعالیت د دښمنې یو عمل وباله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د ایران په وینا د متحد ایالاتو ددې تجاور په وړاندی موثر اقدمات وکړي،په دې توګه پرایران د ویري ډک کال تیر شو.
ایران د دسبمر په دولسمه اعلان وکړ چې ډیر ژر به د هورمز په تنګې کې د سمندري ځواکونو تمریتونه پیل کړی دا هغه ځای دی چې د نړۍ تقریبا په سلو کې څلویښت تیل ورباندي له یوې بلی سیمې ته وړل کېږي.
د ایران د پارلمان یوه غړي پرویز سروري اسنا خبري اژانس ته وویل، که دنیا غواړي چې د ایران رژیم بی ثباته کړي نو مونږ به هم نړۍ بی امنه کړو.