شان بایر او جاش فټل د یکشنبي په ورځ امریکا ته ورسیدل. دوی د یو ملیون ډالرو په ضمانت ورو سته له دوه کاله د ایران له زندانه خوشي شول.
د نیویارک په هوايي ډګر کې یې د کورنۍ غړي ورته سترګې په لار وو او د دوی هرکلی یې وکړ. وروسته یې په خبرې کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغو دوو بندیانو په کوټه کلفي کې د خپل وضعیت په اړه خبرې کولي. شان بایر وویل، دوی د ایران د ظالم رژیم بې رحمۍ ولیده.
هغه زیاته کړه، دوی ته هیڅکله اجازه ورنه کړای شوه، چې په ایران کې د سویس له سفارت سره چې د امریکا د ګډون ساتونکې ده، اړیکه ټنیګه کړي او یا هم له خپل مدافع وکیل سره وغږیږي.
″مونږ چې کله له خپلو عزیزانو څخه لیکونه ترلاسه کول نو له هغی سره سم مو څو ځلې د نه خوړولو په اعتصاب لاس پور کړ. ډیر ځله حتی څو ځله مو د نوور بندیانو چیغې اوریدلي؛ چې وهل کیدل او موږ هلته د دوی لپاره هیڅ نه شو کولی.″
جوش فټل وویل، دوی له اوله خبر وو، چې دوی ایرانیانو برامته نیولي وو. هغه وویل، موږ هیڅ ګناه نه درلوده سره له دې چې دا څرګنده وه، چې موږ بې ګناه وو، بیا یې هم زنداني کړي وو.
″مونږ ته له هماغه اوله دا څرګنده وه، چې موږ برمته شوي یو. برمته نیول زموږ لپاره تر ټولو پرځای لفظ دی، ځکه سره له دې چې زموږ بې ګناهۍ تایید شوې وه، خو د ایران حکومت زموږ قضیې ته له امریکا سره د خپلو اختلافاتو له مسلې سره ربط ورکاوه.
بایر وویل، موږ اوس خوشې شوې یو او موږ ته ویل کیږي، چې د ایران حکومت د هغه څه لپاره چې زموږ سره یې کړې وبخښو.
زما ځواب به دا وي، چې موږ څنګه کولی شوی د ایران حکومت وبخښو چې موږ څو تنه یې بې ګناه بندیان کړي وو.
″په زندان کې به هرکله موږ د خپل وضعیت په اړه شکایت کاوه. خو ساتونکو به یې سمدستي راته د ګوانتنمو زندان یاداوه او د هغه ځای وضعیت به یې له خپل زندان سره پرتله کاوه.
دوی به راته د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د سی. ای اې زندانونه یادول همدا شان هغه وضعیت چې ایرانیان یې په امریکایي زندانونو کې لري. موږ دا نه منو چې له بشري حقونو څخه زموږ د حکومت سرغړاوي دې له موږ سره په دې ډول برخورد سره توجیه شي، د یوې شیبې لپاره هم دا ډول فکر نه شم کولي.″
شان بایر او جاش فټل له میرمن سارا شورد سره د ۲۰۰۹ میلادی کال په جولای میاشت کې د ایران او عراق په سرحدی سیمو کې ونیول شول.
میرمن شورد چې تازه یې له بایر سره کوژه کړي وه وروسته له څوارلس میاشتو څخه د ضمانت په وړاندي خوشي شوه.