په افغانستان کې د ثبات راوستو هڅې ددې لپاره پیچلې شوي چې د سیمې هیوادونه په خاصه توګه پاکستان او هند او په نړیواله سطحه د متحده ایالاتو اهداف او ګټې مختلفې او د یو بل په ضد دي.
امریکا غواړي چې القاعده شبکه وځپي څو یو ځل بیا له افغانستان څخه پر متحده ایالاتو د پراخو حملو پلان جوړنه کړي.
پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د اسلام اباد یو نزدې ملاتړی حکومت رامنځ ته شي او په کابل کې جوړیدونکې حکومت د پاکستان له سیال هند سره ټینګې او قوي دوستانه اړیکې ونه لري.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي :هند بیا د سمیزو متحدینو د پیداکولو په لټه کې دی او د افغانستان سره د نزدې اړیکو له لارې منځنۍ اسیا ته خپل ځان رسول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور ریس باراک اوباما په دې ورځو کې د افغانستان او سیمې لپاره د واشنګټن پر ستراتیژۍ غور کوي چې ایا د القاعده پر ضد په افغانستان کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي اوکه د بې پیلوټه الوتکو د هوايي حملو په زیاتولو سره د پاکستان پر خاوره چیرته چې ګمان کیږي د القاعده او طالبانو مشر تابه خوندی دی خپله جګړه متمرکزه کړي.
د امریکا ددفاع د وزارت پخوانۍ څیړونکې انټوني کورډسمین اسوشیټیډ پریس ته ویلي:
د افغانستان په اړه د امریکا هیڅ ډول ستراتیژي د هغه څه نه چې نن سبا په پاکستان کې پیښیږي لرې نشي ترسره کیدای.
نوموړې وايي :
د افغانستان راتلونکې د ګاونډي پاکستان پر امنیتي وضیعت تاثیر لري.
بل لور ته هند دی چې دهغو اسلامي سخت دریځو ډلو له خطر سره مخا مخ دی چې د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې په کشمیر کې د هند پر ضد د جګړې لپاره روزلي دي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په وینا په کابل کې د هند پر سفارت شوې حملې د وسله والو سخت دریځو لخوا هند ته ورپیښ ګواښ نور هم قوي کړی دی.
طالبانو د هند پر سفارت د شوې حملې مسولیت پر غاړه اخستۍ خو په کابل کې د هند سفیر جینات پرسات اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي دا برید هغه چا کړی چې نه غواړي هند او افغانستان پخپلو کې ټینګې او دوستانه اړیکې ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل دا برید هم هغو خلکو کړی چې تیر کال يې د هند پر سفارت ځان وژونکې حمله ترسره کړی وه.
افغان دولت د هند پر سفارت د تیر کال د حملې مسولیت د پاکستان پر استخباراتو اچولی وه.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند پر سفارت وروستۍ حمله غندلې ده او د وزارت ویاند عبد الباسط وویل دې ته اړتیا ده چې د تروریزم د ځپلو لپاره په ګډه مبارزه وشي.
نوموړي په دې پېښه کې د پاکستان لاس لرل د نه منلو وړ خبره وبلله.
ګڼ شمیر هندي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان په کابل کې د هند پر سفارت په شوې حمله کې لاس لري.
په دې لړ کې د پوځي چارو هندی کارپوه اودی بهاشکر اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي:
ددغو شان حملو او ګواښونو د مخنیوي لپاره باید نور هندي پوځي افراد په کابل کې د هند ډیپلوماتیکو تاسیساتو د ساتنې لپاره واستول شي.
په کابل کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهېسې پاکستان او هند په افغانستان کې د خپل نفوذ د ټنیګولو لپاره پراخه او هر اړخیزه سیالي پیل کړې ده.
هند له افغانستان سره د بیارغونې په لړ کې تر اوسه پورې ۱،۲میلیارده ډالره مرسته کړې چې په هغې کې د سرکونو جوړول او د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ جوړول شامل دي.
پاکستان بیا په دې باور او ویره کې دی چې په افغانستان کې د هند د رول پراخوالی د اسلام اباد د سمیه ایزو ګټو او ددغه هیواد دامنیت لپاره ګواښ جوړوي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په دې لړ کې د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د امریکايي او پاکستاني څیړونکو د راپور یوه برخه راخيستې چې په کې ویل شوي:
افغانستان د پاکستان او هند تر منځ د دښمنۍ د پاللو په نوي میدان بدل شوې دي.
ددغې راپورپه بله برخه کې ویل شوي :
د پاکستان امنیتي چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان او سیمه کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو پیاوړې کیدل یو غوره انتخاب دی.