د افغانستان د كډوالو د چارو وزارت وايي، په دې لټه كې دى، چې د ايران او پاكستان چارواكي وهڅوي چې په راتلونكې ژمي كې د ډېر شمير افغان كډوالو د په زور ستنولو نه ډډه وكړي.
د كډوالو چارو د وزارت مرستيال عمر عيار، چې د افغانستان د ولسي جرګې د كوچيانو او كډوالو چارو كميسيون خپلې غونډې ته وربللى و، وويل، چې دوى په كابل كې د ايران له سفير سره په دې اړه خبرې كړي او هغه ژمنه ورسره كړې، چې په ژمي كې به ډېر شمير افغانان په زور له خپل هېواده نه شړي.
له غونډې وروسته ښاغلي عيار د ازادي راډيو ته وويل، چې د كډوالو وزارت او ولسي جرګه به په دې اړه يو هيات هم ايران او پاكستان ته واستوي:
"په دې اړه موږ ډاډمن يو چې ايران او پاكستان د ژمي په سړو كې ډير شمير افغانان په زوره نه شړي، موږ دا هيله لرو، خو بيا هم ددې لپار چې لا ډاډمن شو، د ولسي جرګې د كوچيانو او قومونو كميسيون پرېكړه وكړه چې د ولسي جرګې، د كډوالو د وزارت او يو شمير نور ادارو يو هيات ايران او پاكستان ته سفر وكړ تر څو بشپړ ډاډ ترلاسه كړي، چې ايران اوپاكستان د ژمي په سړو كې كډوال نه باسي."
په تېرو څو كلونو كې ايران د افغان حكومت د غوښتنې پر خلاف د ژمي په ساړه موسم كې په زرګونه هغه افغان كډوال له خپلې خاورې شړلي دي، چې له قانوني اسنادو پرته هلته دېره و.
د راپورونو له مخې هغه كډوال، چې په ژمي كې په زور راستنيږي د امكاناتو د نشتوالي له امله په افغانستان كې له سختو ستونزو سره مخ كيږي.
د ولسي جرګې د كوچيانو او بې ځايه شويو خلكو د كميسيون ریيس ملا تره خيل كوچي تمه وښودله، چې مربوطه ادارې به په راتلونكې ژمي كې د دغې ستونزې د تكرار د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وكړي:
"مار خوړلى له پړي هم ډاريږي، په تيرو كلونو كې افغان كډوال په ډيره بې رحمانه توګه راوويستل شول. خداى دې وكړي چې په راتلونكې ژمي كې مربوطه ادارې چې استازو يې دلته ګډون كړى دى، تر خپلې وسې اقدامات وكړي.
بيا داسې ونشي چې دا ګاونډي هيوادونه په داسې وخت كې افغان كډوال راوباسي چې ځمكه واورو نيولې وي او اسمان وريځ وي."
په دغې غونډه كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د ادارې وياند نادر فرهاد هم وويل، چې دغه اداره سږ كال ژمى له شاوخوا دو لكو اړو خلكو سره د خوراكي او نورو موادو د مرستې چمتوالى لري.
كه څه هم افغان دولت ټينګار كوي، چې په ژمي كې له ايران څخه د افغان كډوالو د په زوره شړل كېدو د مخنيوي هلې ځلې كوي خو په تېرو كلونو كې د دوى دغو منډو ترړو د پام وړ نتيجه نه ده وركړې.
يو شمير كارپوهان په دې باور دي، چې د ايران حكومت په ژمي كې په زوره د افغان كډوالو له ويستلو نه پر افغان دولت د يو ډول سياسي او اقتصادي فشار په توګه كار اخلي.