د بښنې نړېوال سازمان د چارشنبې په ورځ د هغه افغان زلمي په اړه خبرداری ورکړ چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په ایران کې اعدام شي.
ویل کېږي دغه افغان په قتل تورن او په اولس کلنۍ کې ترې اعتراف اخیستل شوی دی .
د بښنې نړېوال سازمان پر ایران غږ کړی چې له دې اعدام دې لاس پر سر شي.
حسیبه حاج صحراوي چې د عفوې په نړیوال سازمان کې د منځنې ختیځ د پروګرام د مشر مرستیاله ده وایي :
(( دا نو ډیره زورونکې ده چې ایران نړیوالو قوانینو ته سپکاوی کوي او داسی استدلال کوي چې تورنو کسانو په ماشومتوب کې پر خپلو جنایتونو اعتراف کړی . ))
هغه وايي مونږ له محکمې څخه د استیناف غوښتنه کړي چې سمدستي دې د حسیني د اعدم مسله وځنډوي .
عباس حسیني په دوه زره څلورم میلادي کال کې په داسي یو جرم په اعدام محکوم شو چې ده ورباندي په ډير کمکي عمر کې اعتراف کړی وو .
هغه ویلی وو چې په دوه زره دریم میلادي کال کې يې په داسې حال کې چې یو سړي پر ې د جنسي تجاوز هڅه کوله وژلي وو .
د وژل شوي سړي کورنۍ د پیسو په مقابل کې د حسینې د بښلو خبره رد کړې ده .
دا یواځی عباس حسیني نه دی چې په ماشومتوب کې د جرمونو په اعتراف باندې په اعدام محکومېږي .
له نولس سوه نویم میلادي کال راهیسې لږ تر لږه څلویښت تنه د کم عمر خاوندان په بیلابیلو تورنو اعدام شوي او له یو سلو څلویښتو ډیر نور بیا خپل مرګ ته شیبې شماري .
لږ تر لږه دری خو یې د روان میلادي کال په ترڅ کې اعدام شول .
ټاکل شوي چې ایرانې مقامات عباس حسیني د راتلونکې دوشنبې په ورځ په مشهد کې اعدام کړي .
کله چې په دوه زره څلورم میلادي کال کې پر حسیني د اعدام حکم صادر شو نو محکمې له دی امله وځنډاوه چې ویل یې حسیني له ذهني لحاظه په عادي حالت کی نه دی او د هغه د لیونتوب ادعا یې کوله خو ورسته بیا دا خبره رد شوه.
بیا نو د دوه زره پینځم میلادي کال د می په میاشت کې ټاکل شوی وه چې اعدام شي خو له دې امله وځنډول چې ګوندی د مقتول کورنۍ به د پیسو په مقابل کې هغه وبښي .
بیا د حسیني په اړه په دوه زره اتم میلادي کال کې بله محاکمه جوړه شوه او په پاې کې فیصله دا شوه چې اولس کلن حسیني به د راتلونکې دوشنبي په ورځ په دار وځړول شي .