د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

له کاندیدانو د بخښنې دنړیوال سازمان غوښتنه


د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت سخت انتقادونه کړي دي. دغه موسسه په عین وخت کې د ولسمشرۍ له کاندیدانو غوښتې دي چې په افغانستان کې د بشر حقونو ته جدي توجه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانوغوښتي دي چې بشري حقونو ته پام وکړي. دغې نړیوالې موسسې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې لور د لور ګڼ خلک شکایت لري چې بشري حقوق نه مراعات کیږي او نور نو ډيرو تیریو بې حوصلې کړي دي.

په لندن کې میشتې د بشري حقونو ډلې په خپل خپاره کړي بیان کې چې د سه شنبه په ورځ خپور شو همداراز ویلي دي، سره له دې چې د طالبانو د رژیم پر ړنګیدو کلونه اوښتي دي لا هم پر میلیونونو افغانانو سخت تیري کیږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته دوې اونۍ پاتې دي او سر له اوسه لا د بشري حقونو د بخښنې نړیوالې موسسې له کاندیدانو غوښتي دي چې د دوی هغو لس مادو ته چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې بنیادي ګڼل کیږي پام وکړي او د جګړو پر مهال د ملکیانو د وژنې مسالې ته هم جدي اووسي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپاره کړي بیان کې ویلي دي، افغانان له سختې لوږې شکایت لري له دې سره څنګ ته بې قانونه ورځ ده، د غیرقانوني مخدر موادو سوداګري روانه ده، حکومت کمزوری دی، اداري فساد لکه وبا خپور شوی دی، قضایي سیستم ناقص دی او په منظم ډول قانون ته درناوی نه کیږي.

په بیان کې وړاندې لیکل شوي دي چې اکثر افغانان پر حکومت غصه دي نو د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره دا ډیره مهمه ده چې د افغانستان د بشري حقونو خورا ناوړه وضعیت ته پاملرنه وکړي او په خپلو انتخاباتي مبارزو کې دا مساله جدي مطرح کړي، همداراز یې له نورو کاندیدانو سره، له ټولنې سره او له مطبوعاتو سره یاده کړي.
XS
SM
MD
LG