د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

ایراني پولیسو میرحسین موسوي له هدیرې په زوره وایست


مهدي کروبي او میرحسین موسوي
مهدي کروبي او میرحسین موسوي
ایراني پولیسود اپوزسیون مشر میرحسین موسوي په زوره د تهران په جنوب کې له هدیرې وایست. میرحسین موسوي چې پرون کله هدیرې ته ورسېد په سلګونو کسان هلته راټول شوي ول او دوی غوښتل چې د تیرې میاشتې د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو قبرونو ته دعاووې وکړي خو هدیرې ته د ښاغلي موسوي له رسیدو څو دقیقې وروسته پولیسو هغه وایست.

پولیسو همداراز په هدیرې کې راټول شوي کسان پسې واخیستل او یو شمیر یې توقیف کړل.

موسوي او د اپوزسیون بل مشر مهدي کروبي غوښتل چې د انتخاباتو د نتایجو پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو قبرونو ته ورشي او دعاء ورته وکړي.

نن سهار په كاپيسا ولايت كې د وسلوالو په بريد كې درې پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

پېښه په حصه اول كوهستانات ولسوالۍ كې شوې ده. د دې ولسوالۍ ولسوال عبدالفتاح مشفق ازادۍ راډيو ته وويل وسلوالو د پوليسو پر كاروان د سپكو او درنو وسلو بريد وكړ، چې په نتيجه كې درې پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
XS
SM
MD
LG