امریکا او برتانیې د اپرېل پر شپږمه د روسیې پرضد نوي اقدامات اعلان کړل چې پکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر دوو مشرو لوڼو د بندیزونو بېساری اقدام هم شامل وو.
نوموړي زیاته کړې چې مذاکرات په داسې وخت کې کول ګران دي چې د روسي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو پرضد د ظالمانه کړنو نښې نښانې مخې ته راغلې دي.
مسکو د جانسن د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې ځواکونه یې پر ولسي سیمو حملې نه کوي.
د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته دا لومړی ځل دی چې بايډن له اوکرايني چارواکو سره مخامخ ليده کاته کوي.
دې چارواکو د مارچ په ۲۰ مه په ټیلیګرام استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سکول وداني تباه شوې او ممکنه ده چې خلک یې د ملبې لاندې ګېر پاتې وي. په سمدستي توګه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېره مخې ته نه ده راغلې.
نور وښیئ