هند د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د نېدرلینډز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې کړای شوې. جنوبي افریقا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې خو بنګلادېشۍ لوبډله په ۱۷م اوور کې په ۱۰۱ منډو وسوځېده.
د اکتوبر پر ۲۶مه په مېلبرن کې په لومړۍ سیالۍ کې ایرلینډ په ۲۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې انګلستان تر ۱۵م اوور پورې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې کړې وې خو د باران له وجې لوبه وځنډېده.
سونک د اکتوبر پر ۲۵مه د اوکراین له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره تر هغې وروسته ټېلېفوني خبرې وکړې چې د بریتانیې باچا چارلس ورته د جکومت جوړولو بلنه ورکړه.
هند د اکتوبر پر ۲۳مه د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.
دا د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ مرحله ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو په هغو سیاليو کې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلېنډز (هالېنډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلېنډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي . دوی د نړيوال کپ الف او ب ډلو ته د لارې موندلو په تکل دي.
سبا (د اکتوبر پر ۱۹مه) به ايرلېنډ له سکاټلېنډ سره د پېښور پر وخت سهار نهه بجې، او وېسټ انډيز به له زېمبابوې سره د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه سيالي کوي.
بل پلو ایران پر امریکايي ولسمشر جوبایډن له دې کبله نیوکه کړې چې ولې یې په ایران کې د روانو لاریونونو ملاتړ کړی دی.
د نړیوال کپ د لومړۍ ورځې دویمه لوبه د نیدرلېنډز او متحده عرب اماراتو ترمینځ وه چې نیدرلینډز وګټله. متحده عربي اماراتو په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نیدرلینډز په وروستي اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ.
د جي اووه ټولنې هېوادونو تر سرمشریزې وروسه په بیان کې د روسیې د توغندیو وروستي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې له "روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین" او نورو ذمه وارانو څخه به حساب غواړي.
د بښنې نړیوال سازمان مشرې اګنېس کالامار ویلي دي چې ایرانیو چارواکو "په بیا بیا د انساني ژوند حرمت له پامه غورځولی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر هېڅ صرفه نه کوي."
نور وښیئ