البرټ بورلا د جنورۍ پر ۱۱مه وویل، د اومیکرون بڼې د مخنیوي لپاره دغه ځانګړي واکسین به د امریکا د درملو ادارې له منظورۍ وروسته تر مارچ میاشتې پورې تیار شي.
دغه عملیات د پراخ تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي چې قزاقستان یې د خپلې خپلواکۍ راهیسې په ۳۰ کلونو کې ساری نه دی لېدلی.
انتوني بلېنکن د جنورۍ پر اوومه یو خبري کانفرانس ته وویل چې د قازقستان چارواکي دا صلاحیت لري چې له احتجاجونو سره داسې مناسب چلند وکړي چې د مظاهرچیانو د حق درناوی هم وشي او قانون او نظم هم پر ځای شي.
د ډبلیو اېچ او د طبي چارو د انتظام مشرې جینېټ ډيياز د جنورۍ پر شپږمه وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ډېلټا بڼې په نسبت په اومېکرون بڼې اخته کسان په روغتونونو کې د بسترېدو له کم خطر سره مخامخ دي.
د قازقستان په تر ټولو لوی ښار الماتې کې پولیسو د جنورۍ پر شپږمه وویل چې د تېرې ورځې پر مهال لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.
مسکو دا تورونه ردوي او وايي، پر ګاونډي هېواد اوکراین د حملې نیت نه لري. روسیې له امریکا او ناټو څخه غوښتي چې په سیمه کې دې ورته امنیتي ضمانتونه ورکړي.
د جنورۍ پر پينځمه په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې ولسمشر توقايېف د قازقستان جمهوريت د اساسي قانون له ۷۰مې مادې سره سم، د حکومت استعفا منلې.
اروپایي ټولنه تور پورې کوي چې د بېلاروس الياکسانډر لوکاشينکا د منځني ختيځ زياتره کډوالو ته لاره ورکوي چې د پولېنډ او د اروپايي اتحاديې نورو غړيو هېوادونو لکه ليتويا او ليتوانيا پولو ته ځان ورسوي.
په پروازونو کې دغه ځنډ د کورونا د نوې بڼې "اومیکرون" د مخنیوي په خاطر راوستل شوی دی. اومیکرون چې په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې د روغتیا د چارواکو لخوا یې د خپرېدو یادونه شوې وه، اوس مهال د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې ډېره په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل، د مسکو د امنیتي اندېښنو په اړه له واشنګټن او برسلز سره د تعمیري خبرو هیله لري چې پکې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب ورکولو مخالفت هم شامل دی.
نور وښیئ