د ښوونځیو او لوړو زده کړو د موسسو زده کوونکي په ژمنیو رخصتیو کې د زده کړو په کورسونو او پروګرامونو کې داخلې کوي او په خپلو شخصي لګښتونو سره زیاتره د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې پرمخ بیايي.
له کابل څخه د افغانستان د ملي تحريک يو پلاوی جلال اباد ته راغلی و چې د باچاخان په مزار د کمپليکس د جوړيدو چارې يې له نيږدې وکتلې او هم يې د باچاخان په نومول شوي واټ لوحې ولګولې.
په خوست کې د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو یو شمېر غړي وايي، چې رڼې او شفافې ټولټاکنې کولای شي، په افغانستان کې موجودو سیاسي او ټولنیزو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
د خيبر پښتونخوا ليکوالو، شاعرانو او د غني خان مينه والو د چهارشنبې په ورځ د دغه ايالت په مرکزي ښار پېښور کې د پښتو ژبې د نامتو فلسفي شاعر غني خان سلمه کليزه ولمانځله.
زه پر [مېز] ګاهک ته اوبه ږدم او تپوس ترې کوم چې څه خورئ؟ هغه د چایو، پراټې یا [هګۍ] راته ووایي. زه استاد ته ددې ارډر ورکړم او چې تیار شي د ګاهک مخې ته یې یوسم. ماته ۳۰۰۰ روپۍ هره میاشت راکوي. دا زه کور ته استوم، هلته زما مور، پلاراو وروڼه، خویندې دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په کراچۍ کې زیاتې شوې نا
د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې چې سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارل شوي، د سيمې خلک ورته خوشحاله دي او وايي چې په دې کار سره يې په سيمه کې امينت د ډاډ وړ شوی دی.
داسې حالاتو کې تش سر خو پټول هم نه دی ما سره غم د پښتونخوا دی پښتانه ورکېږي
په ننګرهار کې د ملي صنعت د پراختيا او ودې يو ورځينی کنفرانس د پنجشنبې په ورځ تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ وزرات پر چارواکو سربيره د دغه هيواد په کچه ملي سوداګر او صنعتکارو برخه لرله.
د مومندو خلک وايي، که یو خوا یې په سکولونو کې د ماشومانو د ناستې لپاره کوټې ، ټاټونه، کرسۍ او اوبه نشته نو بلخوا استادان هم خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي.
دا وخت هم د علي شیرزو، مسوزو او زمشت سیمو خلک د ملک په بندوبستي سیمو کې جوړو کيمپونو او یا له کیمپونو بهر د کډوالۍ ژوند تیروي.
ډاکټر رسول بخش ریس لیکي ــــــ د تعلیم قامي نظام د غریبانو لپاره د واک او ازادۍ ګټلو یواځینې لاره ده.
په دې وروستيو کې د ننګرهار د اکثرو ولسواليو امنيتي وضيعت د اندېښې وړ بلل کيږي او خلک نه شي کولای چې په ازادنه ډول ليرې پرتو سيمو ته تګ راتګ وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته