د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا ولسي مشرانو وسلوالو ته د باج نه ورکولو ګډه پرېکړه کړې


د تیرا ولسي مشرانو وسلوالو ته د باج نه ورکولو ګډه پرېکړه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:10 0:00

د خیبر ضلعې د تیرا میدان اوسېدونکو او مشرانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر مشر نور ولي مسید غږ کړی دی چې خپل وسلوال دې له خلکو څخه د عشر په نوم له باج اخیستو وګرځوي او ولس دې نه ځوروي. ځايي مشرانو او د سیمې ګڼو اوسېدونکو په لاسونو کې سپین بیرغونه نیولي ول او د جولای پر ۲۳مه له بر باغ څخه د دوربي خېلو تر مدرسې پورې لاریون وکړ. دوی دعوه کوي چې هلته د ټي ټي پي د وسلوالو مرکز دی. یوشمېر مشرانو مشال راډیو ته وویل چې له ځان سره یې قران هم وړی وو چې د وسلوالو مخ ته یې کښېږدي او ورته "سوال " وکړي چې نور دې خلک نه ځوروي. خو د دوی په وینا، وسلوال غرونو ته ختلي ول او ورسره یې جرګه و نه کړای شوه. ځايي مشرانو هلته د خلکو په مینځ کې وسلوالو ته د باج نه ورکولو ګډه پرېکړه وکړه. ټي ټي پي لا د تیرا د اوسېدونکو د غوښتنې او دعوو په اړه څه نه دي ویلي. البته په تېرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې له کاروباریانو، سوداګرو او د قبایلي ضلعو له اوسېدونکو څخه د باج غوښتلو پېښې خورا زیاتې شوې دي. د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ ختمولو ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. نور په راپور کې.

XS
SM
MD
LG