امریکايي ولس د ۲۰۱۶ز کال د نومبر پر اتمه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره رایې اچوي چې د هېواد ۴۵م ولسمشر منتخب کړي. په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د الېکټورل کالج یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رایې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رایې واخلي. له واکمن ډېموکراټ ګوند له لوري هېلري کلېنټن د ولسمشرۍ نومانده ده. د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ دی.