نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویره څرګنده کړې چې په پاکستان کې به د کورونا وبا له کبله شاوخوا نهه لکه او ۳۰ زره ماشومان په مستقله توګه له سکولونو بهر پاتې شي.دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا کې شاوخوا دوه نیم میلیونه ماشومان له وړاندې له سکولونو بهر دي.