د سيدا ګل مينا شاګردانو کې د سندرغاړو تر څنګ قاريان هم شامل دي
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له کابله سندرغاړی او د موسيقۍ استاد سيدا ګل مينا مېلمه کړی وو. دی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی چې له خپلو مشرانو سره يوځای يې په پېښور کې د کډوالۍ ژوند هم کړی دی. مينا وايي، په کابل او هم پېښور کې لسګونه شاګردان لري چې سندره ويل او د موسيقۍ د بېلا بېلو الاتو غږول ورزده کوي. د ده په خبره، په شاګردانو کې يې قاريان او نعت خوانان هم شته. د استاد مينا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري ۲۷, ۲۰۲۵
سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري ۰۶, ۲۰۲۵
ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري ۳۰, ۲۰۲۵
خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی
-
دسمبر ۱۹, ۲۰۲۴
نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي