د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم دی. نوموړی له څه مودې راهيسې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي او له هم هغه ځايه سندرې خپروي. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنیتي ځواکونو زیاتېدونکو حملو ته په پام د بلوڅ وسلوالو ډلو د ځواکمنېدو پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال په قلات کې وسلوالو ۱۸ امنیتي سرتېرې ووژل. بشپړه خپرونه وګورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوراک له لارې د دایمي ناروغیو پر مخنیوي او د متوازنو خوړو پر ارزښت غږېدلي یو. نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د شکر، وینې لوړ فشار او زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه شاعر او سندرغاړی، خورشيد عالم صابر دی.
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان سېنېټ لخوا د دې هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنيوي قانون (پيکا) د ترمیمي بېل شوو اعتراضونو ته ځانګړی شوی دی.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو پر اسبابو او د ناروغۍ مخنیوي پر لارو چارو غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي، په بډوډو یا ګردو کې د کاڼو جوړېدل بېلابېل لاملونه لري. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د کورمې له زده کوونکو سره خبرې کړې دي. هغوی وايي، په سیمه کې د خراب وضعیت او لارو بندېدو له وجې له اوږدې مودې راهیسې کورونو ته نه دي تللي او ژوند یې ګران شوی دی. بشپړه خپرونه واورئ.
په "نا ویلې خبرې" خپرونه کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو د کم تعلیمي کچ لاملونه څه دي. د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې تر ۲۶ مېلیونه زیات ماشومان ښوونځيو ته نه ځي چې زیات شمېر یې نجونه دي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د سندرو يو پېژندلی ثبتوونکی او سندرغاړی وقاص خان دی. نوموړی خپله اډيو سټوډيو لري او وايي چې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. د وقاص خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې دې ته کتنه شوې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له انتظاميې څخه کومې تمې لري. ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپله دنده يې په رسمي توګه پیل کړې ده. بشپړه خپرونه واګورئ.
د جنورۍ پر ۲۰مه د خان عبدالغفارخان، چې په باچا خان هم مشهور وو، ۳۷م تلين ولمانځل شو. نوموړي د تعلیم او عدم تشدد له لارې د پښتنو په ټولنه کې د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره مبارزه کړې وه.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر محرکه یا سترې تبې غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي چې ټایفایډ یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې د ککړو یا الوده اوبو او خوړو د استعمال له وجې پیدا کېږي. دوی وايي، د دې ناروغۍ سم او کره ټېسټ اړین دی او علاج یې له دوو څخه تر څلور اونۍ پورې وخت نیسي. بشپړه خپرونه واورئ.
نور وښیئ