د پاکستان امنیتي حالات او د ولس اندېښنې
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه مو په پاکستان کې پر زیاتېدونکو حملو، د ناامنۍ پر وړاندې حکومتي ستراتیژۍ او د ولس پر اندېښنو بحث ته ځانګړې کړې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او سولې چارو څېړنیز مرکز د وروستي راپور له مخې، په فبرورۍ کې وسلوالو په پاکستان کې ۱۷۹ حملې وکړې چې پکې تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول. بشپړه خپرونه وګورئ.