په پیښور کې د فبرورۍ په لسمه د جمیعت علماء اسلام په مرسته په شوي جرګه کې د سیمې په امنیت اندیښنه ښودل شوی او له ریاسته د امنیت پرځآي کولو غوښتنه شوی ده. له دې وړاندی هم یو شمیر سیاسي او ولسي جرګې شوی دی خو د امنیت ستونځه نه ده هواره شوی. ددې تر شا څه علتونه دي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د ملا ماتېدو او د حرام مغز د ژوبلېدو له وجې د معذورۍ له خطر سره د مخامخو کسانو د ژوند ښه کولو په اړه غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي چې د داسې مریضانو لپاره فېزیوتېراپي او رواني یا نفسیاتي علاج خورا اړین وي. بشپړه خپرونه واورئ.
په مشال مرکه کې مو دا ځل په سوات کې د زرعي څېړنو ادارې له څېړونکي زکریا باچا سره خبرې کړې دي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم دی. نوموړی له څه مودې راهيسې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي او له هم هغه ځايه سندرې خپروي. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنیتي ځواکونو زیاتېدونکو حملو ته په پام د بلوڅ وسلوالو ډلو د ځواکمنېدو پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال په قلات کې وسلوالو ۱۸ امنیتي سرتېرې ووژل. بشپړه خپرونه وګورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوراک له لارې د دایمي ناروغیو پر مخنیوي او د متوازنو خوړو پر ارزښت غږېدلي یو. نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د شکر، وینې لوړ فشار او زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه شاعر او سندرغاړی، خورشيد عالم صابر دی.
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان سېنېټ لخوا د دې هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنيوي قانون (پيکا) د ترمیمي بېل شوو اعتراضونو ته ځانګړی شوی دی.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په پښتورګو کې د ډبرو جوړېدو پر اسبابو او د ناروغۍ مخنیوي پر لارو چارو غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي، په بډوډو یا ګردو کې د کاڼو جوړېدل بېلابېل لاملونه لري. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د کورمې له زده کوونکو سره خبرې کړې دي. هغوی وايي، په سیمه کې د خراب وضعیت او لارو بندېدو له وجې له اوږدې مودې راهیسې کورونو ته نه دي تللي او ژوند یې ګران شوی دی. بشپړه خپرونه واورئ.
په "نا ویلې خبرې" خپرونه کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو د کم تعلیمي کچ لاملونه څه دي. د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې تر ۲۶ مېلیونه زیات ماشومان ښوونځيو ته نه ځي چې زیات شمېر یې نجونه دي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د سندرو يو پېژندلی ثبتوونکی او سندرغاړی وقاص خان دی. نوموړی خپله اډيو سټوډيو لري او وايي چې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. د وقاص خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
نور وښیئ