د امریکا د نومبر پینځمې د ولسمشريزو انتخاباتو په پايله کې د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د زياتو رايو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی. نوموړي د خپل انتخاباتي کېمپين پر مهال ژمنه کړې وه چې که دی ولسمشر منتخب شي نو د اوکراین جنګ به پای ته ورسوي.
د امریکا د اوهایو ریاست ۳۹ کلن جېمز ډېويډ وېنس د رېپبلېکن ګوند لخوا د مرستیال ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي او د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې به د خپلې دندې لوړه کوي. وېنس وروسته تر هغې د سياست لاره خپله کړه چې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه یې د کتاب په ليکلو سره شهرت وموند.
پخواني ولسمشر، ۸۷ کلن ډانلډ ټرمپ د نومبر پينځمې په ولسمشريزو انتخاباتو کې خپلې سیالې او د ډېموکراټ ګوند نوماندې، کاملا هيرېس ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۷م ولسمشر منتخب شو.
هيرېس د ولسمشريزو انتخاباتو د پایلو تر اعلانېدو وروسته په لومړي وار خپلو پلویانو ته په وینا کې ماتې ومنله او زیاته یې کړه چې د دغو ولسمشريزو انتخاباتو نتیجه هغسې نه وې چې څنګه دوی غوښتله، نه هغسې چې دوی یې لپاره مبارزه کوله.
د نومبر د پینځمې نېټې په ټاکنو کې له بریا سره خپل د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند له پاشلو وژغوره او پر هغو قانوني قضیو غالبه شو چې د ۲۰۱۷ز او ۲۰۲۱ز کال ترمینځ د هغه د واک په لومړۍ دورې پورې تړلې دي.
د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینې ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې.
د اټکلونو له مخې، ټرمپ په حیرانوونکي ډول د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې په بریا ترلاسه کولو د انتخاباتي کالج ۲۷۷ رایې وګټلې او د هېواد د ۴۷م ولسمشر منتخب شوی دی.
شاوخوا ۲۴۴ مېلېونه امریکایان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، چې له دې ډلې ۱۸۶ مېلېونو زیات خلک خپل ووټونه راجسټر کړي او ډېرو یې مخکې له مخکې خپلې رایې کارولې دي. د امریکا د احصایې اداره اټکل کوي چې د رایه اچونکیو ونډه به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ زکلونو پرتله لوړه وي.
د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. له سپینې ماڼۍ سره نېږدې د کاروباري او دفتري ودانیو د ښیښو کړکۍ په لرګیو پوښل شوې دي. د ښار د پولیسو مشره وايي، هېچا ته د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوي
په امریکا کې انتخابات د نورو هېوادونو پرتله په جدا طریقه کېږي. په دې کې فرق د انتخاباتي رایو یا اېلېکټورل کالج وي. په امریکا کې د ایالتونو اوسېدونکي د خپلې خوښې امیداور ته مستقیمه رایه نه شي ورکولی بلکې ملګرو یا استازیو ته یې ووټ ورکوي، دې ته پاپولر ووټ ویل کېږي.
امریکایان د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي. دا ځل په امریکا کې دننه پر اقتصاد، د کډوالو پر مسله، د ټولنې پر راټولولو او د روزګارونو پر زیاتولو زیات بحثونه روان دي. خو دا چې په دغو انتخاباتو کې په امریکا کې مېشت کډوال چاته رایې ورکوي؟ په دې اړه د امریکا غږ ویډیویي راپور.
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نومبر پر پينځمه انتخابات کيږي چې پکې به د هغه هېواد د راتلونکي ولسمشر انتخاب کېږي.
نور وښیئ