د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندان ډانلډ ټرمپ او کاملا هیرېس په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه جلا نظرونه لري. ایا دواړه اوکراین ته د نورو وسلو ورکولو یا د سولې د موافقې ملاتړي دي او که نه؟ ځواب یې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیو کې درکوو.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډېموکراټ ګوند نوماندې کاملا هیرېس او د هغې رېپبلېکن سیال ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۰مه په فېلاډېلفیا ایالت کې لومړۍ مناظره وکړه چې پکې یې د اوکراین جګړې او له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر سر تودې خبرې وکړې.
د غونډې بيا پيلولو پر وخت مرستيال ولسمشر مايک پنس وويل چې هغو کسانو ته چې زموږ د کانګرس په ودانۍ کې نن ګډوډی رامنځه ته کړي تاسي تاسو کاميابه نه شوی.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن او منتخبې مرستیالې ولسمشرې کاملا هيرېس د داسې ادارې د جوړولو ژمنې کړي چې د دوی په خبره پر نړیواله کچه به د امریکا ځای احیا کړي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر اوومې پر ماخوستن پر ټوېټر بایډن او هیرس ته مبارکي وکړې او ویلي یې دي چې له دواړو سره یو ځای د کار کولو په تمه دی.
ټرمپ له ماتې منلو انکار کړی او وايي، انتخاباتي بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او دا نتیجې به په عدالت کې چیلېنجوي. د نوموړي د کیمپېن ډلې وار له مخه په ځینو مهمو ایالتونو کې د ووټونو شمېر پر سر په عدالت کې غوښتنلیکونه دایر کړي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځواکونو مرحله واره کمښت د جګړو په ډګرونو کوم اغېز نه دی کړی
پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن چې د امریکايي رسنیو په وینا د نومبر د درېیمې ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي، وایي، یو داسې ولسمشر به وي چې خلک به سره جلا نه بلکه یو موټی کړي. بایډن د نومبر اوومې پر ماخوستن خپلو ملاتړیو ته وینا وکړه. اجمل اند د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ پښتو کړی.
کاملا د خپل کاري ژوندانه په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسېسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کیلېفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سېنېټرې په توګه غوره شوه. "کاملا" ټکی په سانسکرېت ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي.
نور وښیئ