په اذربایجان کې د اقليمي بدلون په اړه نړيواله غونډه پيل شوه
د اذربایجان په باکو کې د اقليمي يا موسمي بدلونونو په اړه غونډه روانه ده چې د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲مې به کېږي. دا نړيواله غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب کېږي او مقصد یې په نړۍ کې د تودوخې او ماحولياتي بدلون اړونده مسايلو لپاره حل لټول دي. په دې غونډه کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو چارواکو، مدني فعالان او د چاپيريال ساتنې لپاره کار کوونکي ګډون لري. زموږ همکار، طاهر جميل هم دې غونډې ته ورغلی او دا راپور یې پرې رالېږلی دی