ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.
په همدې حال کې په شمالي وزيرستان کې يو امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تازه یې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد کاروايي کړې ده.
د بلوچستان په ځينو سيمو کې د تودوخي ټيټه درجه منفي ۱۷ درجې سېنټي ګرېډ ته رسېدلې ده. د بلوچستان په خانوزۍ کې خلک احتجاج کوي چې دوی د يخنۍ زور ماتولو لپاره کافي تیل او د سوند مواد نه لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.
په نړۍ کې هر کال په اوسط ډول اته مېلیونه ونې د ساده پېنسلونو جوړولو لپاره وهل کېږي چې دا کار چاپېریال ته لوی زیان رسوي. خو په کینیا کې یو شرکت له پخوانیو اخبارونو پېنسلونه جوړوي او وايي، د دې کار موخه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کابل کې یو افغان انجینر د خپلو همکارانو په مرسته د افغانستان په جګړو کې د کارول شویو جنګي سامانونو له ټوټو څخه سپورټي موټر جوړ کړی دی. د موټر په جوړېدو کې پینځه کاله وخت لګېدلی دی او ډیزاین یې د نړیوال معیار دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا لپاره نومول شوی لنډمهاله اعلا وزیر اعظم خان د چارسدې اوسېدونکی دی. نوموړي د قانون په برخه کې لومړی له پېښوره او بیا لندن څخه اعلا زده کړې کړې دي.
د لویدیزې افریقا په بینین کې د ووډو دین منونکو شمېر ۱۲ فیصده دی چې هر کال په جنورۍ کې دودیزه مېله جوړوي او پکې نڅاګانې کوي. د هغه هېواد بندر پخوا د غلامانو تجارت لپاره پېژندل کېده. مېلې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه نندارچیان ورځي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودنه کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د فرانسې خبري اژانس په پېښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي خو د طالبانو حکومت یوازې د پینځو کسانو مړینه تاییدوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د مشال تر رڼا لاندې ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې سياسي حالاتو ته کتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دی او په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې تحريک انصاف ګوند واکمن دی چې له تېر کال راهیسې په ملک کې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي. بحث وګورئ
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.
په عربي هېوادونو کې په عمومي توګه د اوښانو ځغل سيالۍ کېږي خو دا ځل د اوښانو هينډبال لوبې هم کېږي. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور:
د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې د روانو سياسي، امنيتي او نورو مهمو موضوعاتو ته کتنه کړې ده.
دا اوونۍ د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې د سياسي اړي ګړي او د نا امنۍ په حالاتو کې د سياسي ګوندونو د کردار موضوع څېړلي ده. په پنجاب صوبه کې له اييني بحران وروسته مرکزي او صوبايي حکومت ترمنځ تاوده بحثونه روان دي. خو په دې هر څه کې په خيبر پښتونخوا کې روانه نا امنۍ، د
د یاد ګوند مشران وايي، دا احتجاج د دې لپاره کوي چې مرکزي حکومت په پنجاب اسمبلۍ کې د هغوی د مینډیټ (سیاسي ځواک) د ختمولو لپاره لاس په کار دی.
د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او پرضد یې د ولسي پاڅونونو او لاريونو موضوع څېړلي ده. شنونکي وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې تحريک طالبان پاکستان ډلې ۳۲۰ حملو ذمه واري منلې ده. د مشال راډيو په ویډیويي بحث کې خبريالان او شنونکي رفعت الله اورکزی او مشتاق يوسفزی مېلمانه دي.
د پاکستان سیالکوټ ښار د لوبو سامانونو لپاره نړيوال شهرت لري. د فوټبال په ۲۰۱۴ز، ۲۰۱۸ز او ۲۰۲۲ز نړيوال جام کې کارول شويو فوټبالونو زياته برخه په سيالکوټ کې جوړه شوې وه. د سیالکوټ د سوداګرۍ خونې ويلي چې په هغه ښار کې شاخوا ۱۰ لکه کسان د فوټبال جوړونې له صنعت سره تړلي دي.
د متحده عربي اماراتو په مصروف ښار دوبۍ کې د هغو خلکو ژوند تر ډېره اسانه شوی چې په کور کې سپي يا پيشوګانې ساتي او له ځان سره په وړلو کې ستونزي لري. د دې ستونزې د حل لپاره يوې ښځې ټېکسي سروس پيل کړی دی. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور.
نور وښیئ