د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د نا امنه حالاتو ښه کولو لپاره سیاست وال څه رول لوبولی شي؟


د پاکستان د نا امنه حالاتو ښه کولو لپاره سیاست وال څه رول لوبولی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:30 0:00

دا اوونۍ د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې د سياسي اړي ګړي او د نا امنۍ په حالاتو کې د سياسي ګوندونو د کردار موضوع څېړلي ده. په پنجاب صوبه کې له اييني بحران وروسته مرکزي او صوبايي حکومت ترمنځ تاوده بحثونه روان دي. خو په دې هر څه کې په خيبر پښتونخوا کې روانه نا امنۍ، د امن لپاره د خلکو لاريويونه او د نورو مسلو حل په اړه مرکزي او صوبايي حکومتونه څه نه وايي. شنونکي وايي، د سياستوالانو او واکمنانو په ترجيحاتو کې د ولس ستونزي او نا امنۍ ختمول نه دي بلکې په څه نه څه طريقه په واک کې پاتې کېدل دي. د دوي په اند، د سياسي اړي ګړي له وجې حالات په ناسم لور روان دي او همدغه وجه ده چې څوک هم د روانو امنيتي حالاتو ذمه واري پر غاړه نه اخلي. د مشال راډيو په ویډیويي بحث کې خبريالان او شنونکي علي اکبر خان او طارق وحيد مېلمانه دي.

XS
SM
MD
LG