په خيبر پښتونخوا کې حکومت او اپوزېشن ګوندونه د لنډمهاله اعلا وزير لپاره د اعظم خان پر نامه سلا شوي دي.
دا پرېکړه د جنورۍ پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د معزول شوي اعلا وزیر محمود خان او په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د مشر او د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې د مخکښ اکرم خان دراني تر منځ په سلا مشوره کې شوې ده. پر دې موقع د صوبايي اسمبلۍ پخوانی سپيکر مشتاق غني او د دفاع پخوانی وفاقي وزير پرويز خټک هم موجود ول.
محمود خان وروسته د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ته په رسمي لیک کې لیکلي چې پخوانی بېروکرېټ اعظم خان د لنډمهاله یا نګران اعلا وزیر په توګه وګماري.
ګورنر حاجي غلام علي د جنورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې وویل چې اعظم خان یې د خیبر پښتونخوا د لنډمهاله اعلا وزیر په توګه ګمارلی دی.
محمود خان ویلي چې د تحریک انصاف حکومت او د اپوزېشن ګوندونه له پنځو نومونو څخه د اعظم خان پر نامه سلا شوي دي.
د خیبر پښتونخوا لپاره نومول شوی لنډمهاله اعلا وزیر اعظم خان د چارسدې اوسېدونکی دی. نوموړي د قانون په برخه کې لومړی له پېښوره او بیا لندنه اعلا زده کړې کړې دي.
اعظم خان د خيبر پښتونخوا چيف سېکرټري او همدا رنګه د وفاقي وزارتونو، مذهبي چارو او پیټروليم وفاقي سيکرټري پاتې شوی دی.
د خیبر پښتونخوا پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، دی اعظم خان له ډېرې مودې پېژني او د ده په وینا، په اوسنیو حالاتو کې د لنډمهاله اعلا وزیر په توګه د هغه ټاکل کېده پر ځای پرېکړه ده.
د خیبر پښتونخوا د ړنګې شوې کابینې غړي کامران بنګش پر ټویټر د دې لیک له خپرولو سره لیکلي چې خیبر پښتونخوا، د لنډمهاله اعلا وزیر پر نامه په سلا کېدو کې تر نورو صوبو له مخه شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه ګورنر غلام علي ته د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک استولی وو چې هغه د جنورۍ پر ۱۸مه لاسلیک کړ.
د صوبې ګورنر د اسمبلۍ او کابینې د تحلیلېدو په اړه په یو بیان کې له محمود خان او په اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ډلو له مشر اکرم خان دراني څخه د جنورۍ تر ۲۱مې د صوبې د نوي نګران اعلا وزیر نومونه هم غوښتي وو.
د پاکستان له اساسي قانون یا ایین سره سم، کله چې اسمبلۍ ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د نګران اعلا وزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او سلا کوي. دا هم د پاکستان په ایین کې لیکلي شوي چې نګران حکومت به په درو میاشتو کې دننه عام انتخابات ترسره کوي او واک به نوي راتلونکي منتخب حکومت ته سپاري.
بل پلو د پنجاب اسمبلۍ هم وار له مخه ماته شوې خو هلته لا د لنډمهاله اعلا وزیر پر نامه د ړنګ شوي حکومت او اپوزېشن ترمنځ سلا نه ده شوې.
په پنجاب کې هم تحریک انصاف له پاکستان مسلم لیګ (ق) سره په حکومت شریک وو او د اپوزېشن مشر د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې وو.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف له خوا د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ د دې لپاره ړنګې کړل شوې چې اوسنی وفاقي حکومت په ملک کې تر وخت له مخه پر عامو انتخاباتو مجبور کړي.
عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه نېټه په قومي اسمبلۍ کې د تحریک عدم اعتماد له لارې له وزیراعظمۍ لرې کړل شوی وو او نوموړی له هغه وخت په ملک کې تر وخت وړاندې انتخاباتو لپاره احتجاجونه کوي.
خو د مسلم لیګ (نون) د مشر او وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت وايي اسمبلۍ به خپله اییني موده پوره کوي او بیا به په ملک کې عام انتخابات کېږي.
په وفاقي ایتلافي حکومت کې د شامل جميعت علما اسلام او پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې رسنیو ته ویلي وو چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې به د صوبايي اسمبليو تر ماتېدو وروسته ټاکنې نه کيږي.
په پاکستان کې تېر ځل عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه شوي وو او حکومت په اګست میاشت کې جوړ شوی وو.
د ایین چوکاټ له مخې، په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات باید د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر یا نومبر میاشتو کې وشي خو تحریک انصاف وايي دوه هغه وخت ته انتظار نه کوي.