ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه لیک استولی دی او ویلي یې دي چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د مالیې وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه شپې مهال پر رسمي ټوېټر پاڼه ولیکل چې د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ روپۍ، د ډیزلو ۱۷ روپۍ، د خاورو تېلو ۱۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۰ روپۍ لوړوي.
د ۲۰۲۳ز کال د مې په میاشت کې به په خيبر پښتونخوا د پخوانیو قبایلي سیمو د ورګډېدو پینځه کاله پوره شي، خو یوشمېر خلک شکایت کوي چې د اصلاحاتو په بهیر کې ورسره شوې وعدې لا هم نه دي پوره شوې. په مشال تر رڼا لاندې کې پر هم دې موضوع بحث شوی دی.
په ټولينزو رسنيو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د ننکانه صاحب په واربرټن پوليس تاڼې بلوه ګر ننوتي او دروازي يې ماتي کړي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د کانګرس دواړو جرګو غونډې ته په کلنۍ وینا کې پر یوشمېر کورنیو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړې.
په هسپانيه کې د ښکاري سپيو سيالۍ کېږي. په دې سياليو کې برخه اخيستونکي زښت زيات چمتووالی نيسي او لګښتونه کوي، خو د ښکاري سپيو په اړه قانوني مسودې يوشمېر خلک اندېښمن کړي دي.
په بېلجییم کې د استعمال شویو ټانکونو د ګودام پلورلو په اړه بحثونه روان دي. د هغه هېواد حکومت د ګودام اخیستل غواړي خو وايي، بیه یې ډېره لوړه ده. د شخصي شرکت مشر دا دعوه ناسمه بولي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونه د اوکراین جګړې لپاره د وسلو په لټه دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.
په همدې حال کې په شمالي وزيرستان کې يو امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تازه یې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد کاروايي کړې ده.
د بلوچستان په ځينو سيمو کې د تودوخي ټيټه درجه منفي ۱۷ درجې سېنټي ګرېډ ته رسېدلې ده. د بلوچستان په خانوزۍ کې خلک احتجاج کوي چې دوی د يخنۍ زور ماتولو لپاره کافي تیل او د سوند مواد نه لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.
په نړۍ کې هر کال په اوسط ډول اته مېلیونه ونې د ساده پېنسلونو جوړولو لپاره وهل کېږي چې دا کار چاپېریال ته لوی زیان رسوي. خو په کینیا کې یو شرکت له پخوانیو اخبارونو پېنسلونه جوړوي او وايي، د دې کار موخه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کابل کې یو افغان انجینر د خپلو همکارانو په مرسته د افغانستان په جګړو کې د کارول شویو جنګي سامانونو له ټوټو څخه سپورټي موټر جوړ کړی دی. د موټر په جوړېدو کې پینځه کاله وخت لګېدلی دی او ډیزاین یې د نړیوال معیار دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا لپاره نومول شوی لنډمهاله اعلا وزیر اعظم خان د چارسدې اوسېدونکی دی. نوموړي د قانون په برخه کې لومړی له پېښوره او بیا لندن څخه اعلا زده کړې کړې دي.
د لویدیزې افریقا په بینین کې د ووډو دین منونکو شمېر ۱۲ فیصده دی چې هر کال په جنورۍ کې دودیزه مېله جوړوي او پکې نڅاګانې کوي. د هغه هېواد بندر پخوا د غلامانو تجارت لپاره پېژندل کېده. مېلې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه نندارچیان ورځي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودنه کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د فرانسې خبري اژانس په پېښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي خو د طالبانو حکومت یوازې د پینځو کسانو مړینه تاییدوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د مشال تر رڼا لاندې ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې سياسي حالاتو ته کتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دی او په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې تحريک انصاف ګوند واکمن دی چې له تېر کال راهیسې په ملک کې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي. بحث وګورئ
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.
په عربي هېوادونو کې په عمومي توګه د اوښانو ځغل سيالۍ کېږي خو دا ځل د اوښانو هينډبال لوبې هم کېږي. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور:
نور وښیئ